امنيتي چارواکي: د اختر ورځو له پاره مو کلک امنيتي تدابیر نيولي

سره له دې، چې د پلازمې کابل ښار اوسېدونکي د اختر په شپو او ورځو کې له ناامنیو اندېښنه لري، خو امنیتي مسولین د شدیدو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

دغه امنیتي مسولین د کابل ښار اوسېدونکو ته د سختو امنیتي تدابیرو د نیولو ډاډ ورکوي.

کابل ښاریان په دې وروستیو کې د ښار په ګڼه ګوڼې ډکو واټونو کې د مقناطیسې ماینونو د چاودنې شاهدان وو.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي نن د (جولای په ۱۶مه) په یوې خبري غونډې کې وویل، چې دوی د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت د ځواکونو په همغږۍ او ګډې مرستې سره د امنیت خونديتوب لپاره ځانکړې تابیاوې نیولي دي.

رحیمي وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې په ټول توان سره د کابل ښاریانو امنیت خوندي کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې پولیس د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره په جوماتونو، تفریح ځایونو، لویو لارو او واټونو کې لومړۍ درجه امنیتي تابیاوې نیولي دي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره د چمتووالي خبره کوي؛ وايي، چې د ولسي وکړو د امنیت خوندیتوب د امنیتي ځواکونو لپاره اختر دی.

له بل لوري د کابل ښار اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو څخه د اختر په شپو او ورځو کې دامنیت خوندیتوب غوښته کوي او زیاتوي، چې باید ولسي وګړي د امنیت په ساتلو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

خواجه نصار احمد له امنیتي ځواکونو غواړي، چې په اختر کې دې امنیت خوندي کړي.

نجیب فیض زاده د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي، چې د امنیت په خونديتوب کې دې خلک له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

شکیب رشاد د کال ښار یو بل اوسېدونکی دی، رشاد له امنیتي ځواکونو نه غواړي، چې د امنیت په خوندیتوب کې دې زیات تلاش وکړی، تر څو خلک خوښۍ په غم نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم په خپل اختریز پېغام کې د سولې خبرو اترو په باب د لومړي ځل له پاره شین څراغ ښودلی او ويلي يې دي، چې له دښمن سره سوله کول کوم شرعي ممانعت نه لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام