د کندوز ـ تخار له لویې لارې د یو بل مسافر په تښتولو د هېواد په شمال کې د برمته شویو کسانو شمېر ۹ تنو ته ورسېد.
د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، چې د ۲۰ یرغمل شویو مسافرو له ډلې ۱۱تنه یې خوشې شوي دي او له طالبانو سره د پاتې ۹ تنو مسافرو له برخلیک څخه اطلاعات نه لري.
جنګل باغ وايي، چې د دغو برمته شویو مسافرو د خلاصون په پاره یې د کندوز ښار په څنډو او د حضرت سلطان په کلیو کې عملیات روان دي.
د ده په وینا، یرغمل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي او هغه کسان دي، چې د مزدورۍ له پاره ایران ته تلل، چې په پوله کې بېر ته راګرځول شوي وو.
د کندوز امنیه قوماندان د تښتول شویو کسانو ټولټال شمېر۲۰ تنه بولي، خو د دې ولایت والي اسدالله عمرخېل بیا د پېښې په وخت ۴۰ تنه ښودلي وو.
وسله والو طالبانو پرون (چهارشنبه) ګهیځ مهال د کندوز په باغ امیر سیم کې دغه کسان د سپرلۍ له موټرو ښکته کړي وو.
د دغو مسافرو ۱۱تنه یا هم طالبانو خوشې کړي او یا هم د طالبانو له منګولو یې تېښته کړې ده، خو د پاتې ۹ کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه شته.





