
په افغانستان امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د الوتکې لوېدو په سیمه کې دوه جسدونه ترلاسه کړي دي.
د غزني امنیې قوماندان احمدخالد وايي، امریکايي ځواکونو بېګاه ماښام د دغه ولایت د دهیک ولسوالي په سدوخېلو سیمه کې له هليکوپټرې ښکته شوي او د دوو امریکايي نظامیانو جسدونه یې وړي دي.
د نوموړي په وینا، یاده الوتکه د دهیک ولسوالي په ۳۰ کیلومترۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې لوېدلې او امنیتي ځواکونو د ماینونو او د طالبانو د کمېن له امله ونه توانېدل چې سیمې ته ورشي.
په همدې حال کې امریکايي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په سیمه کې د الوتکې د لوېدو پر مهال د غږ ثبتوونکې دستګاه هم ترلاسه کړې او ویل کېږي د لوېدلې الوتکې پاتې ټوټې یې هم له منځه وړې دي.
یاده الوتکه د دوشنبې په ورځ د دهیک ولسوالي په سدوخېلو سیمه کې ولوېده او وروسته طالبانو اعلان وکړ چې الوتکه دوی ویشتلې او له کبله یې د امریکا استخباراتي ځواکونه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د E-11A ډوله الوتکې د لوېدو لامل په اړه پلټنې روانې دي، خو زیاتوي چې تراوسه هېڅ داسې نښه نشته چې ګواکې «دښمن» دې را غورځولې وي.
اړوند مطالب:
طالبان: غزني کې د «سي ای اې د کارکوونکيو» د الوتکې غورځول زموږ کار دی





