ډاکټر عبدالله وايي، افغان سوله یې د کارونو له لومړیتوبونو څخه ده، خو د اړوندو هېوادونو نه مرستې په دې برخه کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی دی.
افغان اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د سازمان د کلنۍ غونډې په څنډه کې د امريکا د بهرنيو اړیکو شورا سره په خبرو کې د افغانستان د سولې، امنیت او یولړ مهمو پرمختګونو په اړه خبرې کړي.
ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې ویلي دي، حکومت یې د کار له پېله په افغانستان کې د سولې د راتګ په اړه هلې ځلې پېل کړي دي.
اجرايوي رييس زیاته کړې، دوی هیله درلوده، چې ګاونډي هېوادونه به یې دې برخه کې لاس نیوی وکړي، خو "د ګاونډيو نه ريښتینې همکارۍ د افغانستان د سولې بهیر ځنډنی کړی"
له اجرایه ریاست څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ډاکټرعبدالله له خولې لیکل شوي، چې ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې ريښتيني همکاري نه کوي.
دا کټر عبدالله د سولې د خبرو د پرمختګ په تړاو په غیر مستقیم توګه پاکستان ته اشاره کړې او د ( مړ شخص) تر نامه لاندې د مذاکراتو د لړۍ پېل کېدل یې د خنډ او ځنډ اصلي لامل په ګوته کړی.
د روان کال د روژې په میاشت کې افغان حکومت او وسله والو طالبانو د اسلام اباد په مري سېمه کې لومړنۍ ناسته ترسره کړه، چې امريکا او چين په کې نظارتي ونډه درلوده او پاکستان د دې ناستې زمېنه برابره کړې وه.
په دغه ناسته کې پرېکړه شوې وه، چې له کوچني اختر وروسته به د مذاکراتو دوېمه لړۍ پېلوي، خو ډير ژر د ملا عمر د مړېنې څخه د پردې په پورته کېدو، وسله وال طالبان دوه ډلې شول او د سولې خبرې پر ځای پاتې شوې.
اجرايوي رييس د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنيو اړېکو د شورا په ناسته کې وویل، چې حکومت یې له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو اوس له ډېرو هغو په "بریالۍ" توګه راوتلی دی او"افغانستان د نړیوالي ټولني په مرسته په بیلا بیلو برخو کي پرمختګ کړی او د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره یو ځای شوی دی."
هغه زیاته کړه، چي د ملي یووالي حکومت جوړېدنه د افغانستان او سیمي په کچه یوه نوې تجربه وه او دی له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه کار کوي، چې له خلکو سره کړې ژمني پوره کړي.
نوموړي د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو د کړنو او لاسته راوړنو ستاېنه وکړله او وویل، چې دوی په یواځې ځان ټولو امنیتي ننګونو ته ځواب ویلی.
عبدالله عبدالله په دې ناستې کې یو ځل بیا له نړېوالو غوښتي چې ددې ټولو پرمختګونو سره، سره لا هم افغان امنيتي ځواکونه تجهیز او اکمال ته ضرورت لري او د وړتیاو لوړولو له پاره يې په دې برخه کې ددوی مرستې مهمې ګڼلې دي.
اجرایه ريیس د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د ګډون له پاره نیویارک ته تللی، چې په څنګ کې به یې د افغانستان په وضعیت او ځېنو نورو مهمو مسایلو د نورو مهمو اشخاصو او نهادونو له مشرانو سره هم وګوري.





