د فاریاب ولایت امنیتي مسولین وايي، چې ۲۵ تنه ولسي پاڅونوال د دغه ولایت د شېرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سیمه کې اسیران شوي او وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال بریالي بشریار پرواني سلام وطندار ته وویل، دغه پاڅون کوونکي، چې تېره ورځ غرمه مهال د (اګست په ۲۷مه) وژل شوي؛ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکي و.
دا پاڅون کوونکي په داسې حال کې په يوځایي ډول وژل کېږي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر مشرۍ په فاریاب ولایت کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال په تازه وختونو کې دغه ولسوالي د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې وه.
د شرین تګاب ولسوالۍ سرپرست ولسوال سید لقمان ګهریک سلام وطندار ته په ټیلیفوني کرښه وویل، د استانه بابا ستراتيژیک کلی تېره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغی او د همدې ورځې په ناوخته دغه سیمه بیا ځلي د طالبانو له خوا ونیول شوه.
نوموړي وایي، ولسي پاڅونوال د قومندان فیاض پر مشرې بې له دې چې امنتیي ځواکونو سره همغږي وکړي؛ د طالبانو د شړلو لپاره سیمې ته ولاړل او اسیران شول.
نوموړی وايي، چې د استانه بابا په کلي کې مېشتو ځواکونو په نامعلوم دلیل بې له کومې نښتې دغه سیمه پرېښودله.
د فاریاب د ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر وايي، چې دغې سیمې پرون ورځ د خپل منځي او سیمه ییزو ستونزو او ننکونو له امله سقوط وکړ.
په ورته وخت کې یو امنیتي سرچېنې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، ولسي پاڅون کوونکي چې شمېر یې ۸۰ تنه و، د قومندان فیاض په مشرۍ د استانه بابا سیمې د ازادلو لپاره تللي وو.
دی وایي، کله چې دغه قومندان دغه سیمې له طالبانو پاکه کړه؛ د کلي په وروستۍ برخه کې د طالبانو له خوا کلا بند شول.
سرچینه وايي، چې د پاڅون کوونکو قومندان له ۱۲ پاڅون کوونکو سره راخلاص شوی،۲۰ پاڅون کوونکي وژل شوي او پاتې نور یې نادرکه دي.





