عبدالله: له سويل نه شمال ته د جنګ ليږد د حکومت کار نه دی

د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د هېواد سويلي سیمو څخه شمالي ولايتونو ته د جنګ ليږد د حکومتي چارواکو کار نه دی او نوموړي دغه تور په کلکه رد کړ.

اجرایه رییس نن ( ۲۰۱۵ زیږدیز کال/ مې ۹مه) د وزیرانو شورا د دارلاانشا د رییس د معرفي کولو پر مهال وویل، چې حکومت د امنیت د ټینګښت مسولیت لري او په روانو جګړو کې حکومتي چارواکي دخيل نه دي.

له دې مخکې په ولسي جرګه کې یو شمېر وکیلانو حکومت تورن کړ، چې د هېواد له سوېل نه یې شمال ته جګړه لیږدولې ده.

یو شمېر استازو ادعا کوله، چې په حکومت کې ځینې کړیو ترهګر له سوېل نه شمال ته د جګړې له پاره وړي دي.

یادو استازو ویلي و، چې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۵۰۰ ترهګر له کرښې هغې غاړې نه هېواد ته راځي او په سوېلي ولایتونو کې سمبالښت وروسته د هرات له لارې د شمالي ولایتونو ته لیږدول کیږي.

عبدالله دغه څرګندونې یواځې یو تبصره بولي او وايي، چې د ملي یووالي حکومت د امنیت ټینګښت او د ملي ګټو په ساتلو کې یووالی لري.

عبدالله زیاته کړه، چې نړېوال ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور د ملي یووالي حکومت ته ګواښ وکړ او و يې ویلې، چې که حکومت د شمال ناامنیو ته پاملرنه ونه کړي په شمال کې به ولسي پاڅون وکړي.

له بله لوري د اجریه رییس دویم مرستیال وايي، چې وسله والومخالفینو د پسرلي په پیل کې د عزم په نوم عملیات پیل کړل او یو شمېر ولایتونه یې زیان من کړل.

محقق زیاته کړه د هېواد اصلي ټیکاو د امنیتي ځواکونو تر څنګ د مجاهدینو شتون دی.

دا په داسې حال کې ده د بلخ د پولیسو نوی قومندان سید کمال سادات وايي چې اوس هم د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

سادات زیاته کړه چې په شمال کې د کافي ځواکونو نه شتون په بلخ کې د مخالفینو د تحرکاتو سبب شو.

د ده په وینا سره له دې، چې امنیتي ځواکونه د وسله والو سره د مقابلې توان لري خو د امنیتي ځواکونو له کموالي سره مخ یو.

د دفاع وزارت د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونو په ۱۳ په بېلا بېلو ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي.

غزني، هلمند، کندز، بغلان، بدخشان، فراه، فاریاب، سرپل او جوزجان هغه ولایتونه دې، چې د پسرلني فصل له پېل نه تر دې دمه پورې د طالبانو ډله ییزو بریدونو زور اخیستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام