د دهنه غوري سرتېرو له څلور میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي

د بغلان دهنه ی غوري ولسوالۍ ځېنې سرتېري وايي، چې د ولایت مرکز ته د دې ولسوالۍ د غځېدلې لارې د تړل کېدو له امله یې څلور میاشتې کېږي، چې معاشونه نه دي اخیستي.

وسله والو طالبانو د ډنډغوري سیمې له نیولو وروسته د بغلان ولایت دهنه ی غوري ولسوالۍ غځېدلې لار د دولتي مامورینو پر مخ تړلې ده.

په یاده ولسوالۍ کې د بند پاتې شویو سرتېرو له ډلې محمد عثمان او زبیر احمد په نوم سرتېرو له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، که وسله وال طالبان په دې ولسوالۍ برید وکړي، امنیتي ځواکونه نه شي کولی د دوی مرستې ته ور شي.

دغه سرتیري له مرکزي حکومت نه غواړي، چې په دې سیمه کې عملیات وکړي او د دې ولسوالۍ لار پرانیستل شي

.

د بغلان ولایتي شورا غړی شاه جهان ایوبي وايي، چې د طالبانو له خوا دهنه ی غوري ولسوالۍ د لارې په تړل کېدو سره ولسي خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز د دې ولسوالۍ د سرتېرو او ولسي خلکو ستونزې مني او وايي، چې امنیتي ځواکونو ته د مهماتو او خوراکي توکو اکمالات د هوا له لارې کوي.

دی زیاتوي، بندي پاتې شوي سرتېري تر اوسه  له جدي ستونزو سره مخ نه دي.

والي وايي، چې په ډنډغوري سیمه کې د طالبانو د له منځه وړلو له پاره به په نږدې وخت کې عملیات پیل کړي.

د بغلان سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د نویو عملیاتو د پیلولو خبره کوي، چې د دې ولایت اوسېدونکو د تېرو عملیاتو له نتیجې شکایت کوي.

دوی وايي، چې د عملیاتو په پای کې پاکې شوې سیمې بېرته د طالبانو لاس ته ورځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام