
د کابل پوهنتون استاد او د سره سلیب مامور غلام فاروق غرزی شاوخوا ۲۳ کاله پخوا د کابل ـ ننګرهار په لویه لار د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي وسله والو کسانو له خوا نیول کېږي او بیا یې وژني.
د استاد زوی جاوید کیسه کوي، چې پوره دوه کلونه یې پلار تری تم شو، د مړي او ژوند یې هېڅ خبر نه و؛ د موندلو له پاره یې پوره هڅه کړې وه ، خو بلاخره خبر شو، چې پلار یې حزب اسلامي وژلی دی.
د جاوید پلار د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر دورې پورې ۱۱ کاله د "سیاسي فعالیت" په تور بندي و.
د کورنۍ پر وینا یې غلام فاروق غرزی د سره سلیب یو عادي مامور او له هېڅ حزب سره یې اړیکې نه لرلې.

جاوید وايي، پلار یې په چهار اسیاب کې چې د حزب اسلامي نظامي هډه وه، هلته ووژل شو، د زوی په باور یې استاد غرزی د انساني ارزښتونو ته د درناوي کولو په "جرم" وژل شوی.
د غرزی یو ملګري هغه مهال له ده سره یوځای چهار اسیاب ته وړل شوی و، وايي، چې حکمتیار په خپل لاس استاد غرزی ووژلو.
دی وايي، حکمتیار له غرزي وغوښتل، چې د کابل سیاسي اوضاع په اړه اطلاعات ورکړي، خو غلام فاروق غرزي هېڅ ونه ویل، ښايي هغه څه یې چې ترې غوښتل غرزی نه پرې پوهېده.
جاوید وايي، د پلار مړینې سخت دردولی. دی وايي، له ګلبدین سره د حکومت پخلاینې یې کورنۍ بیاځلي ودردېدله.
جاوید وايي، د حزب اسلامي جنایت به په هېڅ وجه افغانان هېر نه کړي.





