
د لویدیځ نورستان دواب، منډول او نورګرام ولسوالیو ته پر غځېدلې لار له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د امنیتي ستونزو له امله موټر تګ ـ راتګ نه شي کولی او همدا راز، د لارې په اوږدو کې د وژنو پېښې هم زیاتې شوې دي.
ځايي خلک وايي، چې ډېره ستونزه د لغمان له مرکز مهترلامه بیا تر الینګار ولسوالۍ وروستیو پولو پورې ده، ځکه پر وینا یې، ډېر وسله وال په همدې سیمه کې د غلا او شکونو له پاره لارو ته راوځي.
د نورګرام ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، په دې لار تګ ـ راتګ له سر سره لوبې کول دي.
هغه زیاته کړه، د یادې لارې په اوږدو کې ځايي خلک له دولت سره د مرستې په نوم له موټرو ښکته کوي، ځېنې وژني او ځېنې له ډېرې ځورونې وروسته خوشې کوي.
قومي مشر او د نورستان ولايتي شورا پخواني غړي مولوي عنایت الرحمان سلام وطندار ته وویل، چې څو ورځې مخکې پر همدې لاره لږ تر لږه پنځه کسان له دولت سره د همکاري په په تور وژل شوي دي.
دی وايي، وسله والو مخالفینو د لارې په اوږدو کې شخصي زندانونه هم جوړ کړي، چې د لنډې مودې له پاره خلک په کې ساتي.

د نوروستان د ولایتي شورا د دې پخواني غړي پر وینا، وسله والو مخالفانو د لارې په اوږدو کې په خپلو زندانونو کې د خلکو د ساتلو له پاره له دوو اونیو نیولې تر یوې میاشتې پورې ساتلو انتظام برابر کړی او د الینګار په ساحه کې، ان هټیوال هم ښکته کوي، چې ګنې دوی له حکومت سره همکاري کوي.
هاخوا د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک هم مني، چې په یاده لاره امنیتي ستونزې شته، خو وايي چې، د یادې لارې بشپړ امنیت او د خلکو خوندیتوب له پاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.
په همدې حال کې د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي لویدیځ نورستان ته پرغځېدلې لارې امنیتي ستونزې د پخوا په پرتله کمې ګڼي؛ خو وايي د لارې امنیت د ټینګښت په اړه هڅې کوي.
دی وايي، د پخوا په پرتله ۷۰ سلنه د وسله والو مخالفانو دا ډول فعالیتونه کم شوي دي.
وسله والو طالبانو او یا کومې بلې وسله والې ډلې تراوسه د دې لارې د بندښت په اړه څه نه دي ویلي.
پر لویدیځ نورستان سربېره، د دغه ولایت په ختیځ کې دوه ولسوالۍ (کامدېش او برګمټال) هم له ورته ستونزو سره مخ دي؛ خو چارواکي یې د حل ژمنې کوي.





