پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د زمينې برابرولو په برخه کې بريالي شوي او اوس د وسله والو طالبانو لپاره د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې يوځل بیا دفتر پرانېستل شوی دی.
د ځېنو بهرنيو رسنيو په وينا، پاکستان د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه د مرستې تصديق کړی او ويلي يې دي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د هر ډول مذاکراتو لپاره زمينه برابره کړي.
د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو او امنيتي چارو سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د مشرانو جرګې بهرنيو اړيکو کمېټې ته ويلي، پاکستان به د هر هغه خوځښت او پلانونو ملاتړ وکړي، چې په پایله کې يې د یو با ثباته افغانستان تصوير ليدل کيږي.
عزیز وویل، چې د افغان طالبانو لپاره يوځل بیا د خبرو اترو په موخه د قطر عربي هېواد په پلازمېنه دوحه کې دفتر پرانیستل شوی دی.
سرتاج عزیز د پاکستان سنا ته د دوحې دفتر په اړه نور معلومات نه دي ورکړي؛ خو تصدیق یې کړی، چې دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روغې جوړې له پاره هلې ځلې کوي.
سرتاج عزیز یو ځل بیا داسې مهال د افغان حکومت او طالب وسله والو ترمنځ د اړیکو او خبرو په برخه کې دخپلې همکارۍ یادونه کوي، چې لا هم په افغانستان کې سیاستوال د اسلام اباد په نیت شک لري.
په همدې نږدې ورځو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف او دمشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار پر افغان حکومت ټېنګار کړی، چې د پاکستان سره د اړیکو پر مهال له احتیاطه کار واخلي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګارډين ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، چې شک نه لري دافغان سولې کیلي دپاکستان په لاس کې ده.
کرزي همدا ډول دا هم ویلي، چې د سولې په پروسه کې پاکستان د مرستې په بدل کې یو لړ داسې غوښتنې لري، چې دافغانستان خپلواکي له منځه وړي.
کرزي همدا ډول د اشرف غني حکومت ته ګوته څنډلې، چې نه باید د افغانستان بهرنی سیاست د پاکستان په خوښه وڅرخوي.
دسولې په خبرو کې د افغان لوري نظر همدا دی، چې د پاکستان او امریکا له مرستې پرته افغان سوله ناشوني ده؛ خو د سولې په پروسه کې د پاکستان را شریکېدلو په اړه بیا نظرونه ویشل شوي دي.
پاکستان میشتي خبریال او لیکوال شمیم شاهد سلام وطندار ته وویل، د دې له پاره چې افغان لوری پر پاکستان باوري شي، اسلام اباد باید د سولې په برخه کې رښتيني او اغیزمن ګامونه پورته کړي.
شاهد زیاته کړه، چې په تېر کې د افغانستان په اړه دپاکستان پالیسي د هغه هیواد سیاستوال پر پاکستان بې باوره کړي دي.
شمیم شاهد دا هم وویل، اوس هغه وخت را رسېدلی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه رښتینی رنګ خپل کړي.
شمیم زیاتوي، چې پاکستان تر نړیوال فشار لاندې دی او په افغان سوله کې د رغنده رول لوبولو پرته بله لاره نه لري.
خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحل شریف کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال دهمدې باور تر لاسه کولو له پاره افغان ولسمشر اشرف غني ته ویلي و، چې د افغانستان دښمن خپل دښمن ګني.
داسې راپورونه هم خپاره شول، چې پاکستان افغان طالب وسله والو ته ګواښ کړی، چې که افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه شي؛ نو پر وړاندې به یې کړۍ تنګه کړي.
ولسمشر اشرف غني بیا د سولې په تړاو په خپلو ورستيو څرګندونو کې ویلي، چې د هیواد په سرنوشت معامله نه کوي.
غني په دې هم ټېنګار کړی، چې د سولې قیمت باید له جګړې لوړ نه وي.
خو دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دغه نوې اړیکې څه پایله لري؟ دا به هله معلومه شي، چې دشوي اعلان له مخې په روانه (مارچ) میاشت کې افغان حکومت او طالب وسله وال د سولې خبروله پاره مخامخ کېني.





