په لوګر ولایت کې ۳ ماشومان د ماین ښخولو په تور و نیول شول

د لوګر ولایت امنیې قومندانۍ ویاند شاه پور احمدزی د دریېو تنو زده کوونکو د نیولو خبر ورکوي.

نوموړي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، دغه ماشومان د محمد اغې ولسوالۍ د "ده نو" ښوونځي زده کوونکي دي.

احمدزی وايي، چې دغو زده کوونکو په خپل جرم اعتراف کړی دی او نور څېړنو له پاره څارونوالۍ ته معرفي شوي دي.

د لوګر امنیې قومندانۍ د ویاند په خبره، دغو زده کوونکو اعتراف کړی دی، چې دریې ځلې په زرغون ښار کې د طالبانو مرکز ته ورغلي دي او دغه ماینونه یې له هغه ځایه راوړي وو.

نیول شوي زده کوونکي ۱۵، ۱۲ او ۱۱ کلونه عمرونه لري، چې یو یې د شپږم او دوه نور یې د نهم تولګي زده کوونکي دي.

د محمد اغې ولسوالۍ امنیې قومندان مطیع الله عبدالرحیمزی دغه خبر تاید وي او وايي، چې نیول شویو زده کوونکو دغه ماینونه د کابل ګردیز په لویه لاره کې د امنیتي ځواکونو له پاره ښخول.

عبدالرحیمزی وايي، چې وسله وال طالبان د ماشومانو نه په ګټنې سره ترهګریز فعالیتونه تر سره کوي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

و مو غوښتل، چې په دې اړه د لوګر ولایت د پوهنې مسولینو نظر واخلو، خو دوی په دې اړه بې خبري څرګنده کړه.

د راپورونو پر بنسټ له دې مخکې هم وسله والو طالبانو د دیني مدرسو د زده کوونکو په وسیله د تخار ولایت په خواجه غار، اشکمش او درقد ولسوالیو بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو د کنوانسیون پر بنسټ هر انسان، چې له ۱۸ کلونو کم عمر ولري د ماشوم اطلاق پرې کیږي او هر ډول ناوړه ګټنه ناقانونه ده او جرم بلل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام