
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار باندې پرون برید شوی چې دی ترې روغ وتلی دی.
بریدګرو د کابل د قرهباغ ولسوالۍ په ماشینآب سیمه کې پر ښاغلی ایزدیار داسې مهال ډزې کړي چې له پنجشېره د کابل په لوري راروان و.
یوې سرچیني د هویت نه څرګندولو په شرط سلام وطندار ته وویل چې پهدې ډزو کې د مشرانو جرګې د لومړي نایب د ساتونکیو په موټر یوازې ۵ مرمۍ لګېدلې دي.
پهدې پېښه کې چا ته زیان نهدی اوښتی.
امنیتي مسوولان وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړېدي.





