د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله ځېنو سیاسي څېرو او حکومتي چارواکو د هېواد په شمال کې د ناامنیو د مخنیوی لپاره هڅې پیل کړي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د بلخ ځایناستي والي عطا محمد نور او دغه راز د اجرایه ريیس دويم مرستیال محمد محقق، د طالب جنګیالیو پر وړاندې د مبارزې په موخه د ایتلاف اعلان کړی دی.
د هېواد شمالي ولایتونو ته د ولسمشر لومړي مرستیال د ګڼو سفرونو تر څنګ تېره اونۍ محمد محقق ویلي وو، چې د سولې خبرې ګټه نه لري او زیاته کړې یې وه، چې د هزاره مېشتو سیمو د خوندي کولو لپاره باید تدابیر ونیول شي.
د سیاسي چارو شنونکي د دوی دغه ډول څرګندونې د سولې پر پروسې اغېزمنې بولي.
د چارو شنونکی قاضي اسماعیل ازاد وایي، چې دا هڅې د سولې د خبرو په زیان دي.
نوموړی وايي، دا هغه څېرې دي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په فساد او نورو ناوړو چارو کې په لاس لرلو تورن دي.
د ازاد په خبره، دوی وېره لري، که سوله وشي؛ نو دوی به د خپلو ناوړو کړنو حساب ورکړي، همدا علت دی، چې دوی په دې لټه کې دي، چې د سولې خبرو اترو ته زیان ورسوي.
د چارو بل شنونکی فهیم کوهدامني بیا وایي، چې د شمال ایتلاف کوونکي او هغه کسان چې په پروان کې یې د ایتلافي ځواکونو له خوا د سوځول شويو وسلو د زېرمې په اعتراض را ټول شوي خاوندان او چارواکي د طالبانو دوښمنان دي.
کوهدامني وویل، چې دوی نه غواړي، چې له طالبانو سره سوله وشي.
دا څرګند ونې په داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال، د اجرایه ريیس دويم مرستیال او یو شمېر نورو جهادي مشرانو په وارـ وار سره ویلي وو، چې دوی د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې ۱۴ کلنو لاسته راوړنو ته زیان ونه رسېږي.
له بل لوري مدني فعال باقي سمندر وايي، په وروستیو وختونو کې د هېواد په شمال کې رامنځته شوی ایتلاف به د سولې په خبرو اترو کې د افغان حکومت دریځ پیاوړی کوي.
د نوموړي په خبره، دا د دې ښکارندويي کوي، چې دوی د افغان حکومت د هر راز دوښمن پر وړاندې یو موټی دي.
د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ځېنو سیاسي څېرو او حکومتي چارواکو د ناامنیو د مخنیوي په نوم عملي اقدام کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تازه وختونو کې د سولې عالي شورا ويلي دی، چې د سولې دویم پړاو خبرې اترې به په چین کې وشي.
د یادې شورا د چارواکو په خبره، په دویم پړاو خبرو کې به د بارو د رامنځته کولو، د نظام پر څرنګوالي، د بندیانو پر خلاصون له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو، پر مشارکت او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې اترې وشي.





