په پام کې ده، چې ډېر ژر د هېواد بېلابېلو ولايتونو له پاره له ۱۵ څخه تر ۱۸ پورې نوي واليان معرفي شي.

یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ويلي، چې افغان ولسمشر به تر راتلونکي یوې اونۍ پورې د دغو والیانو د معرفي کولو فرمان صادر کړي.

د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته ولسمشر غني د فرمان په صادرولو سره د افغانستان ټول واليان سرپرستان او وروسته يې بیا ځينې نور له دندو ګوښه کړل، چې د همغه وخت راهیسې د افغانستان زیات شمېر ولايتونه دي، چې د سرپرستو واليانو له خوا اداره کيږي.

د سیمه ییزو ارګانونو ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، ډېر ژر به په سیمه ییزو حکومتونو کې اساسي تغیرات را وستل شي.

ده وویل، حکومت هڅه کوي چې د دې تغیراتو د راوستلو له پاره د خلکو ملاتړ خپل کړي.

د غورځنګ په وینا تر دې دمه د فراه، کندوز او پکتیکا والیان معرفي شوي دي.

د والیانو د معرفي کولو ځنډ د خلکو جدي نیوکې هم له ځانه سره لرلې.

نیوکه کوونکي وايي، چې په دولتي ادارو کې د مراجعه کوونکو ستونزې تر پخوا هم زیاتې شوي دي.

همدا ډول د اداري فساد پر ضد ځینو بنسټونو او د ولایتي شوراګانو رییسان، د سرپرستانو له خوا د ولایتونو اداره کول نه اندېښنه ښکاره کوي او وايي، چې په ولایتي ادارو کې فساد زیات شوی دی.

له دې مخکې ولسي جرګې هم له حکومت څخه غوښتې و، چې ژر تر ژره دې نوي والیان معرفي کړي تر څو د سیمه ییزو حکومتونو له رکوده مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم سیمه ییزو ارګانونو ویلي و، د نویو والیانو د ګومارلو چارو په درشل کې دي او حکومت به ډېر ژر دغه والیان معرفي کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام