دفاع وزارت: په افغانستان کې القاعده حضور نه لري

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د القاعدې په مهمو غړو د امریکې هوايي ګوزارونو خلکو ته پوښتنې پيداکړي، چې ایا اوس هم القاعده په افغانستان کې حضور لري او لوی ګواښ دی، چې د امریکا له خوا په نښه کېږي؟

په دې اړه د ملي دفاع وزارت او د پوځي چارو تحلیلګران ویشلي نظرونه لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې القاعده فعال فزیکي موجودیت نه لري او د پردې ترشا له طالبانو، داعش، لښکر جنګوي او لښکر طیبه سره په افغانستان کې مرستې کوي.

د وزیري پر خبره، د القاعدې ډله پياوړې مالي سرچینې لري او له نورو ترهګرو ډلو سره د دوی همکاري ګواښونکې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي، د القاعدې شبکې کسان د کونړ پر پوله، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې له طالبانو سره مرستې کوي، چې د پېژندلو سره سم به د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شي.

دولت وزیري په داسې حال کې دغه څرګندونې کوی، چې څه موده مخکې د القاعدې ډلې قوماندان فاروق القحطاني د افغانستان په شمال او د دې ډلې یو بل کلیدي غړی په کونړ ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

د سیاسي چارو شنونکی فردوس کاوش په دې اړه وايي، چې اوسم هم په افغانستان کې القاعده موجوده ده، خو د دغې ډلې خوځښت ګواښونکی نه دی.

د ده پر وینا، د طالبانو له ډلې سره القاعده نږدې همکاري کوي او په ډېرو سیمو کې له طالبانو سره په لیکو کې یوه، دوه کسان د القاعدې موجود دي.

پوځي شنونکی عزیزالله په دې اند دی، چې د القاعدې په شمول ټولې ترهګرې ډلې او طالبان له یوې سرچینې ملاتړ کېږي او په ګډه یې افغانستان کې ورانکاريوته لاس یو کړی دی.

د عزیز پر وینا، په بېلابېلو نومونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو کړنې یو ډول دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام