په افغانستان کې د اسلامي دعوت ګوند مشر، عبدرب الرسول سیاف نن په هرات کې د هرات پخواني والي او جهادي قومندان اسماعیل خان له خوا رابلل شوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا د خپلو پخوانيو ويناو په شان ځينو موضوعاتو باندې رڼا واچوله.
سياف په هرات ولایت کې د کب ۲۴ مې د هرات خلکو د پاڅون ورځې په مناسبت جوړې شوې غوندې کې راټول شويو خلکو ته وویل، چې هيڅوک به د سياست له صحنې څخه د مجاهدينو په حذف بريالي نه شي.
عبدرب الرسول سیاف نن په هرات ولایت کې د اسماعیل خان پلویانو ته وویل، چې د افغانستان په سیاست کې د خپل حذف په باب هيڅ اندېښنه ونه لري.
نوموړي غونډې ته په خطاب کې وویل مجاهدین غاصبان نه، بلکې فاتحان دي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې مجاهدين د بشري حقونو ناقضان نه بلکې ناجيانی یا ساتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون له خوا د بشري حقونو ناقض بلل شوی و.
د افغانستان په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې سیاف ماتې وخوړه او په دویم پړاو کې يې له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ خپل اعلان کړ.





