ولايتي شوراګانو مشران: که مو طرحه و منل شوه، نو بېرته به خپلو وظيفو ته ستانه شو

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د ولسي جرګې غړو په اکثريتو رایو پريکړه وکړه، چې له دې وروسته د هېواد د ولايتي شورا غړي پر حکومتي چارو د نظارت حق نه لري، ځکه د دوی په وينا دا چاره د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو ترمنځ وظيفوي تداخل رامنځ ته کيږي او پایله منفي ده.

خو د ولسي جرګې د دغې فېصلې په غبرګون ولايتي شورا ګانو غړي پريکړه وکړه، چې خپل نظارتي رول د بېرته ترلاسه کولو تر مودې پورې به دوی خپل د ماموريت دروازې بندې ساتي.

 د لاسته راغلو معلوماتو له مخې نن شنبه(دسلواغې ۱۸مه) چې د فبرورې میاشتې له ۷نېتې سره برابره ده د هېواد ۳۴ ولايتي شوراګانو مشران د سیمه ییزو ارګانونو له مسوولينو سره د خپلو نظارتي رول د روښانولو په باب خبرې اترې وکړې.

په سیمه ییزو ارګانونو کې د ولايتي شوراګانو د انسجام مشر سعید احمد خاموش تېره اونۍ د يوې خبري ناستې په ترڅ کې ويلي وو، چې د ولسمشر اشرف غني د فرمان په اساس باید دوی د ولايتي شوراګانو د نظارتي رول په اړه يوه طرحه جوړه کړي.

 د پروان او د بلخ ولايتي شوراګانو مشران هم سلام وطندار ته دا تایید کړي، چې دوی د سیمه ییزو ارګانونو د مشرانو سره د ولايتي شوراګانو د صلاحيتونو په اړه غږېدلي.

د نوموړو په وينا سيمه ییز ارګانونه په خپله نوې طرحه کې د ولايتي شورا غوښتنې هم ځای پر ځای کړي دي او که تر سبا ۱۲ بجو پورې دغه طرحه نهايي شي، نو دوی به د ولايتي شوراګانو دروازې پرانيزي.

« هغه نوې طرحه چې د سیمه ییزو ارګانونو له لوري جوړه شوې او مونږ سره يې نن شریک کړل د هغه په اړه په ټوليز ډول يوې هوکړې ته ورسېدو، خو مونږ به د ولسي جرګې تصویب او ولسمشر تر هوکړې پورې د ولايتي شوراګانو دروازې بندې ساتو.»

د سیمه ییزو ارګانونو څخه د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې په دغه طرحه کې راغلي، چې د ولايتي شورا غړي حق لري، څو د پرمختيايي او عادي بودجې د تطبیق، په ولايتونو کې د خدمتونو له عرضه کولو او په پروژو کې د معيارونو د عملي کولو څخه نظارت وکړي.

ا خوا د سيمه ییزو ارګانونو ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار ته و ویل، چې د سيمه ییزو ارګانونو مسوولین د ولايتي شوراګانو مشرانو سره وعده کړې، چې د دوی طرحو ته به هم پام وشي.

نوموړي زياته کړه: « په وار وار د ولايتي شوراګانو له غړو څخه غوښتنه وشوه، چې خپلو وظيفو ته ستانه شي، خو د دوی له لوري مونږ ته نېټه نه ده ځانګړې شوې، چې څه وخت به خپل کار پېل کړي، خو مونږ بيا په تکرار ورنه هيله کوو، څو خپلو دفترونو ته ورشي او عادي کار ته دوام ورکړي.»

تېره اونۍ له ارګ څخه په راليږل شوې خبر پاڼه کې راغلي وو، چې ولسمشر غني د ولايتي شوراګانو د نظارتي صلاحیت په باب مثبت نظر لري، خو مهم شرط د دغه نظارت لپاره د روښانه چوکاټ رامنځ ته کول دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام