طالبانو د نظم عامه ۳ سرتېرې له موټر ښکته کړي او وژلي دي

طالبانو د کندوز ـ کابل پر لویه لاره د کندوز ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د مسافرو له ۳۰۳ ډوله موټره د عامه نظم ۳ سرتېري ښکته کړي او وژلي یې دي.

یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، دا سرتېرې په شخصي جامو کې د خپلو کورونو په طرف روان وو، چې طالبانو بېګا د شپې ۹ بجې د کندوز ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ د مدرسې په کلي کې له موټره ښکته کړي او وژلي یې دي.

له بل لوري په شمال ختیځ کې د نظم عامه د ۸مې لوا قوماندان عبدالرشید بشیر هم تاییدوي، چې طالبانو په‌دې لویه لاره ۳ تنه وژلي؛ خو زیاتوي، چې تر اوسه د دې کسانو هویت نه‌دی معلوم، چې دا وګړي نظامي وو او که غیر نظامي.

طالبانو له درېیوو ورځو راهیسې د کندوز ـ کابل د لویه لارې د کندوز د علي‌اباد ولسوالۍ د مدرسې په ساحه کې د پلټنې پاټک جوړ کړی او د دې لارې مسافرو نه تحقیق کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام