د هرات ولایتي شورا رییس په دوه نیم کاله بند محکوم شو

د هرات ولایتي شورا رییس کامران علیزايي په لومړۍ محاکمه کې په ۲ کلونو او ۶ میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.

په کابل کې د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسیده‌ګۍ په برخه کې د لومړنۍ ځانګړې محکمې قضايي هیأت د هرات ولایتي شورا رییس کامران علیزايي

له قانوني واکونو د ناوړې ګټې اخیستنې په تور د هغه په غیاب کې په ۲ کلونو او ۶ میاشتو بند محکوم کړ.

د اداري فساد او جرمونو ته د رسېدنې د ځانګړې لومړنۍ محکمې رییس شیر اقا منیب وايي، کامران علیزايي په دوو جرمونو یو له وظیفوي واکونو پر ناوړې استفادې او بل د قانوني واکونو له حدودو په عدول کولو محاکمه شوی دی.

د هرات ولایتي شورا رییس

منیب وايي، کامران علیزايي له قانوني واکونو د ناوړې استفادې په تور د جزا قانون د ۲۸۵ مادې دویمې فقرې او د جزايي اجراعاتو قانون ۲۰۹ مادې په پام کې نیولو سره په دوه کاله و ۶ میاشتو تنفیذي بند محکوم شو.

د محکمې رییس وايي، دا حکم قطعي نه دی که علیزايي د قناعت نه درلودلو دعوا وکړي د استیناف حق يې خوندي دی.

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزايي یو کال مخکې پر اداري فساد یو تورن کارکوونکی د هرات له استیناف محکمې څخه ایستلي و، چې لويې څارنوالۍ نوموړي له همدې امله له وظیفوي صلاحیتونو پرناوړې ګټې اخیستنې تورن او امنیتي مسوولینو ته يې د هغه د نیولو حکم صادر کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام