کندوز کې ماين چاودنې ۷ ملکیان ووژل

د کندوز ځايي مسوولان په خان‌اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې خبر ورکوي.

د کندز د خان‌اباد ولسوال حیات الله امیري د ياد خبر په تاييد سره وايي، پېښه تېر ماښام د خان‌اباد ولسوالۍ په جنګل باشي سیمه کې شوې او په کې د روز مزد کارګرانو زرنج موټر سایکل د سړک غاړې پر ماین ختلی او له کبله یې ۷ کارګران وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

اميري وايي چې د پېښې سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د پېښې قربانیان د بدخشان ولایت د ارګوی ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې له بدخشانه کندوز ته کرنيزو کروندو کې کار کولو لپاره راغلي وو.

 نوموړی زیاتوي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو د ۲ ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.

له دې سره د کندوز د والي وياند عصمت‌الله مرادي وايي چې ياد ماين د طالبانو له لوري ځای پرځای شوی و.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام