وزیرانو له هرات سره ژمنې کړي او عمل یې پرې نه دی کړی

د هرات ولایتي شورا رییس د سوداګرۍ وزیر او د یو شمېر پانګوالو په موجودیت کې د حکومتي چارواکو د کړو ژمنو د نه عملي تر څنګ دې ته هم اشاره وکړه، چې مرکزي حکومت تل د هرات په ادارو او چارو کې د سمون او تنظیم راوستلو په اړه ژمنې کړي، خو هیڅکله یې عمل پرې نه دی کړی.

د شورا رییس هغه مهال دغه څرګندونې وکړې، چې د سوداګرۍ وزیر همایون رسا د پانګوالو پر وړاندې د خنډونو او په هېواد کې د ګازو د بیو د لوړېدلو په پار د (سه شنبې) پر ورځ هرات ولایت ته سفر تللی و.

د هرات ولایت د ولایتي شورا رییس کامران علي زايي حکومت په بې پروايئ تورن کړ او وویل، چې د حکومت لوړپوړو چارواکو پر ملاتړ د نفتي موادو یو شمېر شرکتونه بې له ګمرکه د "معافي تیلو" په نوم نفت واردوي.

ده زیاته کړه، چې د سوداګرۍ وزارت دغې مسلې ته تر اوسه پورې هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

ده همداراز وویل، چې د "فردس" په نوم د نفتي موادو شرکت یې یوه بېلګه ده، چې د روان میلادي کال له پیل نه د ایساف په ملاتړ سره یې د معافي تیلو په نوم نفتي توکي بې له ګمرکه واردوي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۳ وزیران هرات ولایت ته په سفر لاړل او په خپلو لیدونو کې يې د سمون راوستلو او اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ګڼې ژمنې کړې وې.

په دې ناسته کې د هرات ولایت پانګوالو د حکومت پر دوه ګوني چلند نیوکې وکړې.

د هرات ولایت د صنعت کارانو د اتحاديي مشر حمیدالله خادم د پانګوالو په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړي وویل، چې د هرات ولایت پانګوال له تېرو لسو کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دي او د له منځه وړلو لپاره یې حکومتي چارواکو او ولسمشر ته ویلي دي، خو لا یې هم ستونزې نه دي حل شوي.

خادم وویل، چې د هرات ولایت د صنعتي، اقتصادي او امنیتي موقعیت د له منځه وړولو لپاره لا د مخه پلان جوړ شوی و.

د هرات ولایت د صنعت کارانو اتحادیي مشر وویل، چې د ګمرکي تعرفو لوړېدل، ناامني، د صنعتي ښارګوټي څلورم فاز نه توزیع کېدل او پانګوالو ته د زمېنې نه برابرول؛ د یاد ولایت د پانګوالو له هغو ستونزو څخه دي، چې لا هم حل شوي نه دي.

له دې ټولو ستونزو سره د سوداګرۍ وزیر محمد همایون رسا د هرات ولایت پانګوالو ته وویل، چې حکومت د پانګوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره بنسټیزه طرحه لري، چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې په یوې ستراتېژۍ کار کوي او په یاده ستراتېژۍ کې دغه ټولې ستونزې  په پام کې نیول شوي دي.

د سوداګرۍ وزیر له پانګوالو نه وغوښتل، چې په دې برخه کې زغم او صبر نه کار واخلي. ده زیاته کړه، چې ډېر ژر به د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د اساسي بدلونونه راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام