
په کندهار کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت په ژېړۍ ولسوالي کې پر یوې پوستې برید کړی او له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي.
سرچېنې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې په یاد برید کې ۷ ملي پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، نښته سیمې د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته سهار وختي ۳ بجې پای ته ورسېده.
خو د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمالناصر بارکزی د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي چې د طالبانو په دغه برید کې یوازې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
هغه زیاتوي، په یاده نښته کې ۸ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې طالبانو پرون هم د کندهار د شورابک ولسوالي په سارکو او د تختهپل ولسوالي په ملید سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې له کبله یې ۱۰ ملي پولیس ووژل شول.





