.jpg)
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت اداري او مالي مرستیال محمد اسلم سیاس نن د (نوامبر پر۱۳مه) کابل کې له ماینونو د پاکو شویو سیمو د بیا کتنې پرمهال یوې غونډې ته وویل، چې اوس هم د افغانستان په ۲۵۹ ولسوالیو او ۲۶۰۰ کلیو کې ماینونه او ناچاوده توکي موجود دي، چې ټولټال ۷۲۶ کیلو متره مربع ځمکه کېږي.
د سیاس پر وینا، د ماین پاکونې اداره توانیدلې، چې په افغانستان کې له ۲ زره کیلو متره مربع زیاته ځمکه، چې د افغانستان ۷۳ سلنه خاوره کېږي له ماینونو او ناچاوده توکو پاکه کړي.
نوموړي وویل، د افغانستان په ۲۷ سلنه ځمکه کې لا هم ناچاوده توکي او ماینونه موجود دي.
دی وایي، د همدې سلنې په حساب په ۴ زره ۱۴۸ سیمو کې ناچاوده توکې موجودي، چې ټولټال ۷۲۷ کیلومتره مربع ځمکه کېږي.
.jpg)
سیاس زیاته کړه، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۱۴۲ کسان د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله قرباني کېږی.
د سیاس پر وینا، د ماین پاکۍ اداره له کلونو راهیسې د بودیجې له کمښت سره مخ ده، افغان دولت او مرستندویه هېوادونه باید له یادو ادرو سره مالي مرستې وکړي.
سیاس وايي، له ۲۰۱۰ میلادي کال تر اوسه پورې د ماینونو او ناچاوده توکو په چاودنو کې د ماین پاکۍ موسېسو ۸۸ کارکوونکي وژل شوي او ۱۲۹ نور تپیان شوي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت اداري او مالي مرستیال محمد اسلم سیاس وایي، د ماین پاکۍ موسېسو ۷۰۹ کارکوونکي د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا تښتول شوي، چې زیاتره یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب بېرته راخوشې شوي دي.
.jpg)
غونډې ته د حکومت اجرایوي رییس عبدالله ورلېږل شوي پیغام د وزیرانو شورا د دارالانشاء رییس نصرالله ارسلایي له خوا ولوستل شو.
په پيغام کې له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له نړیوالو همکارانو غوښتل شوي وو، چې له ماینونو د افغانستان د ټولو سیمو د پاکولو په موخه دې د ماین پاکۍ له ادارو سره مرستې وکړي.
ارسلایي وویل، افغانستان اوس هم د ماینونو او ناچاوده توکو له پلوه په نړۍ کې څلورم هېواد دی.
د ارسلایي پر خبره، حکومت تېر کال د ماینونو پاکولو په برخه کې ۵ کلنه پالیسي تصویب کړې، چې د هغې پر بنسټ تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې باید د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو او ناچاودو توکو پاکې شي.





