د عالمانو شورا: د پاکستان پر ضد جهاد فرض دی

د عالمانو شورا د شاه شهید پېښې ته په اشارې سره وايي، چې په افغانستان کې د روانې نا امنۍ  او وژنو اصلي لامل پاکستان دی.

دې شورا په کابل کې نن د (اګست په ۱۳مه) د شاه شهید پېښې په ځای کې د یوې غونډې پر مهال د پاکستان پر ضد جهاد فرض وګڼلو.

دوی زیاتوي، چې پاکستاني استخبارات او نظامیان یې د اسلام خلاف کړنو کې بوخت دي او د افغانانو پر وړاندې یې ترهګریز پلوی دریځ خپل کړی دی.

دوی همداراز وویل، چې ځانمرګي بریدګر د اسلامي ارشاداتو په اړه پوره پوهه نه لري.

"دوی ته فرېب ورکول کيږي چې په افغانستان کې د ځانمرګي برید په کولو سره جنت ته لاره پیدا کړي"

دغو عالمانو ژمنه وکړه، که چېرې اړتیا پېښه شي؛ د هېواد د دفاع له پاره به نظامي لباس پر تن کړي او له ملي ځواکونو سره به یو ځای په لیکو کې ودرېږي.

د عالمانو شورا پر خلکو غږ وکړ، چې افغان ولس تر اوسه د هیڅ زور په مقابل کې نه دی تسلیم شوی او نه به تسلیم شي.

د عالمانو شورا د ملي یو والي له حکومت نه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د فحشا د ورکولو، عدالت ته د لارې د برابرولو او د دینې مسایلو په اړه داسې یو ریاست جوړ کړي، چې خلک نیکو کارونو ته را وبلي او له بدو یې منع کړي. 

د کابل ښار شاه شهید سیمه کې یوه اونې مخکې د جمعې په شپه ناوخته د (اګست په ۷مه) له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر وچاودېد، چې له امله يې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل شول او نېږدې ۴۰۰ نور کسان یې ټپيان کړل او ولسي خلکو ته یې مېليونونه زیانونه واړول.

دغه راز، له همدې پېښې دوه ورځې وروسته ماښام مهال د کابل د پولیسو اکاډمۍ مخې ته ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې شاوخوا ۴۰ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښتله.

له دې سره هم مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عامو خلکو، مدني ټولنو او خوځښتونو له خوا د پاکستان او وسله والو طالبانو پر ضد لاریونونه وشول او پاکستان یې په افغانستان کې د روان ناروین اصلي کرکټر وګڼلو.

د افغانستان د ملي امینت لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شاه شهید پېښه د پاکستان کار بللی و او لیکلي یې وو، چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د پاکستان د پوځ دنیابتي جګړې وسیله ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د وروستيو خونړيو پېښو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ د (اګست په ۱۰مه) په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان د افغانستان له پاره صادق نه دی او اوس هم له دغه هېواده افغانانو ته د جنګ پېغامونه استول کېږي.

ولسمشر غني زياته کړې وه، افغان حکومت په څو میاشتو کې د پاکستان له پاره منتظر و، چې په خپلو ژمنو باندې به عمل وکړي، خو په وينا يې اوس هم دغه هېواد کې د ترهګرو ځالې فعالې دي او په افغانستان باندې د بريدونو پلانونه جوړېږي.

هغه دا هم وویل، چې د پاکستان دا شان کړنې له افغانانو سره ښکاره دښمني ده.

د هېواد ولسمشر زیاته کړه، افغانستان له دې زیات نه شي کولی، چې د خپلو هېوادوالو وژنه وزغمي او د پاکستان وروستی تصمیم به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی وټاکي.

په ورته وخت کې د (اګست په ۱۰مه) د وزیرانو شورا په غونډه کې د ولسمشر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې په افغانستان کې په جګړې بوختې  ټولې ترهګرې ډلې د پاکستان له لوري تمويل، تجهیز او روزل کېږي.

د افغانستان د عالمانو شورا د پاکستان په خلاف د جهاد فتوه په داسې وخت کې ورکوي، چې له دې وړاندې د پاکستان دینې عالمانو په ځلونو – ځلونو په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکړې دي.

دا لومړی ځل دی، چې د افغان عالمانو شورا د پاکستان پر ضد د جهاد د فتوې ورکولو دریځ خپلوي.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام