د هرات ولایتي شورا وایي، چې په دې ولایت کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې امنیتي حالت ښه شوی دی.
د هرات ولایت د ولایتي شورا مشر علیزایي نن شنبه ( د ۲۰۱۵ م زيږديز کال د مارچ ۱۴ مه ) په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په تېرو څلورو یا پنځوو میاشتو کې هره ورځ هرات د ترخو پېښو شاهد و، خو په دې ورستیو دوو میاشتو کې امنیتي حالت ښه شوی دی.
نوموړي زیاته کړه د هرات د امنيې قومندان په بدلولو سره په دې ولایت کې د انسان تښتونکو ۸ کسیزه ډله، ۱۵ قاچاق وړونکي، ۲۱ وسلوال غله، ۶ قاتلان او دوه تنه وېره اچوونکي نیول شوي دي.
د علیزايي، په وینا د طالبانو یو مشهور قومندان د قاري سمیع الله په نوم هم په دې اوږدو کې وژل شوی او يوه اندازه جګړه ییز وسایل او د سړک د غاړې ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د ولايتی شورا غړی محمد مهدي حدید، په وروستيو دوو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو کړنې ستایي او وايي، چې افغان پولیس هم خپلې پلټنې لا پسې سختې کړې دي.
اخوا بیا د هرات اوسیدونکي هم له امنیتي حالت څخه خوښ دي.
دوی له سلام وطندار سره په خبرو کې د امنیتي ځواکونو د لا زیاتې سختۍ غوښتنه کوله.
د هرات ولایت اوسېدونکې سميه وليزاد وايي، چې د امنیت ټینګښت نه باید د لنډې مودې لپاره وي او باید امنیتي چارواکي د دې ولایت د دایمې امنیت په لټه کې شي.
وحیده صمدی قلم د دې ولایت یوه بله اوسیدنکې وایې، چې په دې وروستیو کې د جرمونو په ځانګړي ډول د ترور په کچه کې کموالی راغلی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت په راوستو کې جدي دي.
غلام سرور د هرات ولایت یو بل اوسیدونکی وایي، چې د هرات اوسني حالت څخه خوښ دی او په راتلونکي کې هم د داسې بهیر غوښتونکی دی.
عبدالرؤف احمدي د هرات ولایت د پولیسو ویاند سلام وطندار ته وویل، چې په دې وروستیو کې امنیتي حالت ښه شوی دی.
" په تېرو دوو میاشتو کې ۲۰ کسه ترهګر اونور داسې کسان" چې په نا امنیو کې يې لاس لرل نیولي دي.
احمدی ټینګار کوي، چې دنوي کال په پېل کې به د امنیت د ټینګښت له پاره زیاته هڅه وکړي.
دوې میاشتې وړاندې په هرات ولایت کې نا امني خپل اوج ته رسیدلی و، چې په پایله کې د دې ولایت اوسېدونکو په اعتراضونو لاس پورې کړ او پایله کې د دې ولایت امنیه قومندان ګوښه او پر ځای یې نوی کس وګومارل شو.





