
د زرمت ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکیو د هغو ۱۲ کسانو مړي د پکتیا ولایت ودانۍ ته څېرمه د کابل ـ ګردېز پر لویه لاره د اعتراض په ډول اېښي وو چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شويوو.
قهرجنو خلکو لويه لاره بنده کړېوه او پر ځايي ادارې يې ځکه نيوکې کولې چې په وینا یې، د ملکیانو ژوند ته پام نهکوي.
معترضین وايي، د شپې دولس بجې د کمپيان په نوم کورنیو او بهرنيو ځواکونو د بهرنیو الوتکو په ملاتړ د دوی کورنو ته ورننوتل او دوولس ملکيان يې ووژل.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي ـ چې د خلکو اعتراض ته ورغلی وو ـ رسنيو ته وويل چې د دې پېښې پلټنې لهپاره يې د زرمت ولسوالۍ د قومي مشرانو په ګډون دولتي پلاوی ټاکلی.

ښاغلي سهي زیاته کړه، وروسته به معلومه شي چې دغه عمليات چا کړي او څوک پهکې وژل شوي دي؛ خو په وینا یې، وسلهوال ډېر وختونه د ملکيانو له کورنو د سنګر په ډول کار اخلي.
ده په ورته وخت کې وویل چې د ملکیانو د وژل کېدو موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي.
په وروستيو کې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکيانو مرګژوبلې په اړه راپورونه خپاره شويدي.
همدا تېره اوونۍ د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې په ورته عملیاتو کې د۲۳ ملکيانو وژل کېدو خبر ورکړل شویو.





