د فاریاب ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني ادعا کوي د دې ولایت زیاتره برخې د طالبانو په ولکه کې دي او فاریاب سقوط کوي.

دی وایي، موضوع یې د ولایت له مقام سره شریکه کړې، خو ځايي اداره یې خبرې ته پام نه‌کوي.

محمد طاهر رحماني زیاتوي، له هرې یوې ولسوالۍ یوازې ۲ الی ۳ کلي د دولت په ولکه کې دي او په نورو ټولو طالبان واکمن دي.

دی وایي، که مسوولان یې خبرداري ته پام ونه‌کړي د لاریونونو له لارې به د چارواکیو غوږنونو ته دا خبره ورسوي؛ ترڅو فاریاب د کندوز له برخلیک سره مخ نه‌شي.

د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار د ولایتي شورا رییس څرګندونې ردوي او زیاتوي چې دغه ډول خبرې دوښمن ته زمینه برابرول دي.

د والي ویاند وايي، فاریاب سقوط نه کوي، ځکه ډېر ژربه نظامي عملیات پیل شي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش هم د ولایتي شورا رییس خبرې ردوي او زیاتوي چې چاڼیز عملیات په جریان کې دي او ولایت سقوط نه‌کوي.

خو د فاریاب زیاتره استوګن په ډېرو سیمو د طالبانو له ولکې اندېښنه لري او وايي، د میمنې ښار په زندان بدل شوی؛ دا ځکه چې نظامیان او ملکي خلک له ښاره وتلی نه‌شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان‌الله مبین تېره اوونۍ فاریاب ته تللی و خلکو ته یې ډاډ وکړی چې فاریاب به په یو امن ولایت بدل کړي. نوموړي ژمنه کړې وه ډېر ژر به پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام