
دا برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې داسې مهال شوی چې لګسونو کسانو د پېژندپاڼو د اخېستلو لهپاره کتارونه جوړ کړي وو.
عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه ځانمرګي برید کې ۴۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱۲ تنه نور ټپيان دي.
اخوا بیا د پېښې لیدونکي د وژل شویو او ټپیانو شمېر له دې زیات بولي. پېښې لیدونکیو رسنیو ته وویل، د وژل شویو کسانو په ډله کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي. دوی وايي، له پېښې ډېر وروسته امبولانسونه سیمې ته راغلل تر هغو پورې زیات ټپیان او جسدونه خلکو پورته کړي وو او روغتونونو ته یې لېږدولي وو.
لومړني معلومات:
دا برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې داسې مهال شوی چې لګسونو کسانو د پېژندپاڼو د اخېستلو لهپاره کتارونه جوړ کړي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پهخپلې فېسبوکپاڼې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ځانمرګي بریدګر د کابل د شپږمې حوزې کلایناظر سیمه کې د پېژندپاڼو د وېش په یو مرکز کې ځان ته چاودنه ورکړېده.
د ښاغلي دانش په وینا، تر اوسه پهدې برید کې ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ تنه ټپيان شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې د پېښې ټول قربانیان ملکيان دی.
جسدونه او ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شويدي.
د عامې روغتیا وزارت بیا وايي، چې په دغه برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۴ تنه ټپيان شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د پېښې د مسوولیت په اړه څه نهدي ویلي.
د نفوسو د احوال ثبت ادارې د کابل ښار د ۶ او ۱۳ ناحیې د اوسېدونکیو لهپاره په مهتابکلا سیمه کې د اصف مایل ښوونځي شاته د پېژندپاڼو د وېش یو مرکز پرانېستی و.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند ګڼي په ټوېټ کې لیکلي دا برید د دوی د وسلهوالو کارنه دی.
داعش وسلهواله ډله وايي دا برید دوی کړی دی.





