بلخي: د کندوز له جګړې کډه شويو له پاره بودیجه نه لرو

د رسمي شمېرو له مخې په کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له ۲۰ زرو زياتې کورنۍ بې ځایه شوي.

دغه بې ځایه شويو کورنيو تخار، پنجشېر او کابل ولايتونو ته پناه وړې ده.

په همدې حال کې د کډوالو چارو وزیر سېد حسېن عالمي بلخي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، له کندوز څخه د ۵۰۱۳ کډه شوي کورنیو نومونه په کابل کې ثبت شوي، چې د هغه له جملې څخه ۳۳۹ کورنۍ مستحق، ۴۹ کورنۍ استفاده کوونکي او ۱۴۵ نور يې بیا هيڅ د ځانګړي ادرس درلودونکي نه دي.

د بلخي په وينا، دوی چمتو دي، چې د خپلو څېړنو نتایج بهرنيو موسساتو ته ورکړي، خو د دوی له خوا ورته هيڅ داسې بودیجه نه ده ځانګړې شوې.

هغه په واضحو الفاظو وویل، چې " د کډوالو چارو وزارت بې ځایه شويو کډوالو ته نه ځای ورکولی شي، نه ډوډۍ او نه هم البسه."

بلخي زياته کړه، چې د کډوالو چارو وزارت یو تثبیت کوونکی او همغږي کوونکی وزارت دی " په دغه وزارت کې به کډوال راجستر کيږي او د سروې ټيمونه لېږل کيږي."

سېد عالمي بلخي دا هم وویل، له سروې وړاندې لومړني مرستې د پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې پورې اړه لري او له سروې وروسته نړېوال بنسټونه مکلف دي، چې له بې ځایه شویو سره مرستې وکړي.

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې اوسمهال د افغانستان په تخار، بلخ، بدخشان او پنجشېر ولايتونو کې د کډوالو وضعیت تر کنټرول لاندې دی او له هغو سره تر اوسه تر يوې اندازې پورې مرستې هم شوي.

خو نوموړي وویل، چې په کابل کې بیا د ځانګړي ځای نه شتون له وجې دغه کډوال له زياتو ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو چارو د وزیر په وينا، د بېړنيو حالاتو په ناسته کې د کندوز کډوالو له پاره د څو ځايونو وړاندیزونه شوي، چې سر له سبا به دغه بې ځایه شوي ټاکل شويوځايونو ته لېږدول کيږي.

بلخي وویل، چې دوی سیار ټيمونه زیات کړي، تر څو د کډوالو ستونزو ته لازمه رسيدګي وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کندوز ځينې کډوال په کابل کې د يو اعتراض په ترڅ کې وویل، چې د حکومت له لوري تر اوسه دوی ته هيڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام