
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، طالبانو تېرو ۷ ورځو کې نهو ولایتونو کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
فیصل نن یکشنبه د حمل میاشتې په ۲۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې زیاتره ملکي وګړي د طالبانو له خوا د سړک غاړې ماین چاودنو کې وژل شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې طالبان باید اوربند وکړي، ترڅو ملکیانو ته زیان ونه رسېږي او د سولې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته افغان حکومت څو ځله طالبان اوربند ته بللي؛ خو طالبانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.

د تېرې جمعې په ورځ د حمل میاشتې په دوه ویشتمه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه اعلامیه کې هم چې د یمن هېواد جګړې کې د دوو اوونیو اوربند په تړاو یې خپره کړې وه، له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان له پاچا، نړیوالو بنسټونو او ټولو اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې افغانستان کې دې د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې زیاتې کړي. خو طالبانو تراوسه دې برخه کې مثبت ځواب نه دی ورکړی.
دا داسې مهال دی چې د ملي امنیت شورا د حکومت زندانونو نه د درېيم ځل لپاره د طالبانو د بندیانو خوشې کولو خبر ورکړی، خو روښانه کړې یې نه ده چې دغه پړاو کې څومره شمېر طالبان خوشې شوي دي. حکومت وړاندې دوو پړاوونو کې ۲۰۰ طالب زندانیان بندخونو نهخوشې کړي دي.
ټاکل شوې د دواړو خواوو د زندانیانو د خوشې کولو بهیر له پای ته رسېدو وروسته، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.





