د پېسو نشتوالي، ټاکنې ځنډنۍ کړي دي

 

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمد یوسف نورستاني وايي، چې د ولسي جرګې ټاکنو نه ترسره کېدو پرمخ لوی خنډ د مالي امکاناتو نه شتوالی دی.

نوموړي زياته کړه، دوی د تخنيکي پلوه هيڅ ستونزه نه لري او په وينا يې که چېرې مالي امکانات د دغه کمېسيون په واک کې ورکړل شي، نو پنځه میاشتې وروسته به د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کړي.

نوموړي دا څرګندونې د ولسي جرګې په تالار کې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نن دوشنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/مې۱۸) د ولسي جرګې د غړو له لوري د ټاکنو په وخت نه ترسره کېدو په باب د وضاحت په موخه راغوښتل شوی و.

که څه هم شاوخوا نهو وکيلانو په دې اړه جدي مخالفت څرګند کړ او د نوموړي تالار ته د راننوتو سخت مخالفین و، خو بیا هم د ولسي جرګې د لومړي مرستيال له سختو ویناوو وروسته نوموړي ته تالار ته د ننوتو اجازه ورکړل شو.

د کمېسیون مشر وویل، چې له تخنیکي پلوه دوی بشپړ چمتووالی لري او که مالي امکانات ورته برابر شي، نو دوی به  له ژمي وړاندې ټاکنې ترسره کړي.

احمد یوسف نورستاني د ولسي جرګې غړو ته زياته کړه، چې د ټاکنو د کمېسيون دنده د تخنيکي او لوجیستيکي امکاناتو برابرول دي.

نوموړي د ټاکنو په وخت نه ترسره کېدو يواځنې مسوول حکومت په ګوته کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اساسي قانون ۸۳ مې مادې د لومړي بند په دويمه فقره کې راغلي، چې " د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا په کار پیل کوي او همدا راز د ولسي جرګې د دورې ترختمېدو د مخه له دېرشو څخه ترشپيتو ورځو په موده كې د ولسي جرګې د غړیو انتخابات كېږي."

نورستاني تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د رایو ورکوونکو د نوملړ په نشتوالي که هیڅ راز رڼې ټاکنې نه شي کېدای.

هغه دا هم وویل، چې د تېرو ټاکنو سل سلنه تفتیش او بیا پلټنه بې ځایه و.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر د بهرنیو مرستو د بندېدو په اړه وویل، چې له دې سره به ۸۵۰ مسلکي مامورین له لاسه ورکړي.

نورستاني وکیلانو ته وویل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو له پاره یې ولسمشر ته د تېر کال د عقرب میاشې په ۱۵ نېټه یوه طرحه د زماني مهالویش سره سم وړاندې کړه.

د نورستاني په وینا ولسمشر د وړاندې شوې طرحې په ځواب کې د وخت اخیستلو غوښتنه وکړه او د زیاتو فرصتونو له لاسه ورکولو سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځواب تر لاسه نه کړ.

نورستاني د ولسي جرګې غړو ته وویل، موږ هوډ لاره چې د ولسې جرګې ټاکنې روان زېږدیز کال د ثور ۲ مه پیل شي.

ده زیاته کړه، دغه طرحه په ۶۶ مخونو کې ترتیب شوې وه، چې او په دې طرحه کې د ټاکنو په کمېسیون کې د سمون راوړلو او نورو اصلاحي برخو هم کار شوی و.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس د خلکو استازو ته وویل چې یاد کمیسیون د ټاکنو د پیلېدو له پاره بشپړ تخنیکي او مسلکي چمتووالی لري.

نورستاني د ټاکنو د ځنډ په برخه کې څلور لاملونه ته اشاره وکړه، چې د ده په خبره د ټاکنو د ځنډ په برخه کې لومړی بودیجوي ستونزه دویم په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون ریفورم درېیم د اجرایه قوي عدم اراده او په څلورمه برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدل دا هغه لاملونه دي، چې د ټاکنو د پېلېدو پر وړاندې ستونزې پېداکړي دي.

ياده دې وي، چې روان پارلماني ټاکنې ۸۰ میلیونه ډالر لګښت لري او دغه بودیجه د تېر کال د ټاکنیزو جنجالونو د تفتیش په برخه کې مصرف شوه او د ټاکنو د کمېسيون د چارواکو په وينا دمګړۍ د دغه لګښت له پاره بودیجه په واک کې نشته.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام