د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو ونیوله

د راپورونو پر اساس پر دشت ارچي ولسوالۍ له پرون راهیسې طالبانو له درې لورو برید کړی و.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي سلام وطندار ته وویل، چې دولتي ځواکونه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ولسوالۍ له بازاره راوتلي دي. 

د سیمې اوسیدونکو دا خبره مني او وايي، چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ بازار ته ننوتي دي.

په دې وسله والو نښتو کې دواړو لورو او ملکي وګړو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي خپاره شوي.

په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلې ډلې په انټرنيټي پاڼه کې ليکلي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ یې سره د ۱۴ امنيتي پوستو تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

نوموړي ادعا کړې، چې د بريد په پایله کې يې ۲۸ پولیس او اربکيان وژلي دي.

همدارنګه ذبیح الله مجاهد ليکلي، چې د افغان ځواکونو څخه يې ۸ چاينه ټانکونه، ۱۲ عرادې رينجر موټر، ۳ عرادې سراچه او ۱۳۰ ميله سپکې او درنې وسلې د دوی لاس ته ورغلي دي.

ذبیح الله مجاهد، چې ځان د طالبانو ویاند بولي په خپله انټرنيټي پاڼه کې کاږلي، چې د جنګ په پای کې يې ۲ طالب وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

ياده دې وي، چې تر اوسه په دې اړه د کورنيو چارو یا ملي دفاع وزارتونو له لوري څه نه دي ویل شوي.

د ويلو ده، چې دوې ورځې مخکې د کندز چاردرې ولسوالۍ هم طالبانو نیولې، خو امنیتي چارواکي بیا وایي، چې د هغې ولسوالۍ بیرته نیولو په موخه يې پوځي عملیات پېل کړي دي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام