د کندهارـ کابل لويې لارې له تښتول شویو مسافرو ۶ تنه يې بېرته ازاد شوي

د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي سلام وطندار ته وویل، چې د کندهارـ کابل لويې لارې ۹ تښتول شویو مسافرو له ډلې ۶ تنه يې نن سهار (جمعه جون ۱۰مه) بېرته ازاد شوي دي.

جاوید سالنګي د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه وايي، خو ټينګار کوي، چې دغه مسافر پرته له کومې معاملې خوشې شوې دي.

خو د غزني د سولې عالي شورا رییس خلیل هوتک وايي، چې خوشې شوې مسافر ټول د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې سرته رسولي، چې د سولې عالي شورا او قومي مشرانو په منځګړیتوب ازاد او بېرته کابل ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه هوتک وايي، د "ناني" له کلي نه هم ۴ تنه تښتول شوي دي او زیاتوي، چې دغه خلک تېره ورځ (پنجشنبه جون ۹مه) د کندهار ـ کابل لويې لارې څخه تښتول شوي دي.

خو په دې اړه بیا د غزني د پوځ ویاند او د یاد ولایت امنیه قوماندان وايي، چې دوی ته تراوسه په دې اړه کره جزیات نه دي رسېدلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام