.jpg)
د بلخ ولایت دیني عالمان وايي، هغه ډلې چې د اسلام له نوم څخه په استفادې ترهګریز او افراطي اعمال توجیهې کوي په اسلام کې ځای نه لري.
دغه دیني عالمان د بلخ ولایت د دیني مدرسو او دارالحفاظونو څخه راټول شوي وو، ویې ویل، چې دیني عالمان په هېواد کې د تل پاتې سولې په را وستلو کې مهمه ونډه لري.
د دغو دیني عالمانو مشر رحمت الله وویل، چې ترهګریز فعالیتونه او افراطیت په اسلام کې ځای نه لري او دغه کړنې د اسلام له اړخه رد شوي دي.
دی وايي، چې دیني عالمان د ممبرونو له لارې د ولسونو سره په مخامخ اړیکه کې دي، دوی باید له دې لارې د سولې په ټینګښت کې اساسي کار وکړي.
یو بل تن دیني عالم امرالدین وویل، افراطیت دیني جرړه نه لري او نه شو کولی ترهګري پر اسلام ور ټپ کړو.
.jpg)
دی وايي، مسلمانان دې پر قران منګولې ولګوي او په دې ډول سره د ترهګرۍ کرغېړنې جرړې دې له منځه یوسي.
د بلخ ښار اوسېدونکي وايي، چې دیني علمان د افراطیت او ترهګرۍ په له منځه وړلو کې مهمه ونډه لوبولی شي.
د دوی پر خبره، لومړی باید دیني عالمان په دې خبره عمل وکړي او د بېلګې په توګه په ټولنه کې خلک ترې متاثره شي.
د افغانستان دیني عالمان په لسګونو ځلې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د اسلام له نظره خپل مسولیت ادا کړی دی او په دې برخه کې یې فتواوې هم صادرې کړې دي.





