
د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا نن چهارشنبه ( جنوري ۶مه) په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال د رایو په هکله د راپور وړاندې کولو هغه لاملونه په ګوته کړل، چې په تیرو ټاکنو کې یې د ښځو د پراخ ګډون مخه نیولې وه.
په راپور کې راغلي، هغه ستونزې، چې په تیرو ټاکنو کې میرمنې ورسره مخ وې، د امنیت نشتوالی، د ټاکنو او خپلو حقونو په اړه ښځو ته د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی، د رایو ورکولو د مرکزونو لریوالی او د ښځو له پاره د بیلو مرکزونو نشتون وو.
د فیفا د خپرونو مسوول نعیم اصغري غونډې ته وویل، د څیړنو له مخې اوس هم د هیواد په سیاسي پریکړو کې د میرمنو ونډه کمه ده.
عمده لاملونه يې د ښځو پر ځواک بې باوري، د امنیت نه شتون او نور ناوړي دودونه په ګوته کړل.

د ولسمشر سلاکارې عادله بهرام په دې غونډه کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، چې پرخپلو ژمنو عمل وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې ښځینه کار کوونکې او د رایو ورکولو مرکزونه ډېر او همدا ډول د ټاکنو کمیسیون خپله خپلواکي وساتي.
میرمن بهرام وایي، د ټاکنو د قانون په سمون سره باید د نوماندو میرمنو مالي ملاتړ وشي او امنیت یې هم وساتل شي.
د تیر حکومت په کابینه کې میرمنې موجودې وې، خو د ولسمشر د سلاکارې په توګه کومه میرمن نه وه، خو د ملي یووالې په حکومت کې هم د ولسمشر او هم داجرایه ریاست په سلاکارانو کې میرمنې شتون لري.





