شينډنډ د طالبانو د خپلمنځي جګړې په سنګر بدل شوی

د هرات ولایت سيمه ییز چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په شينډنډ ولسوالۍ کې د ملاصمد او ملا ننګيالي په نومونو د دوو طالب قومندانانو ترمنځ د اختلافاتو له وجې وسله واله نښته رامنځ ته شوې.

د هرات د والي ویاند احسان الله حیات سلام وطندار ته وویل، چې د دغو دوو طالب قومندانانو او پلويانو ترمنځ نښته نن سهار (دوشنبه ډسمبر ۷مه) د "زیرکوه" په کلي کې رامنځ ته شوې، چې اوس هم دوام لري.

حیات الله زیاتوي، چې تر اوسه د دغې وسله والې نښتې له امله د ملاصمد ۶ تنه او د ملا ننګيالي له ډلې ۵ تنه وژل شوي او د دواړو خواوو څخه بیا ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.

یوې امنيتي سرچينې، چې له نوم اخیستو يې ډډه کړې سلام وطندار ته وویل، چې په یاده نښته کې د وسله والو طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال ملاصمد وژل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې زياتې شوي.

تېره اوونۍ د پاکستان په کويټه ښار کې د طالبانو خپلمنځي نښتې له امله د دغې ډلې نوی نومول شوی رهبر ملا اخترمحمدمنصور ټپي شو، چې وروسته بیا د مرګ راپورونه يې خپاره شول، خو د طالبانو له لوري تېره ورځ د ملامنصور په نوم يو غږيز پېغام خپور شو، چې ګوندې دا ملا منصور دی.

د هرات د والي ویاند وايي، چې د ملا اختر محمد منصور د ټپي کېدو د خبر څخه وروسته د وسله والو طالبانو ترمنځ قوي اختلافات رامنځ ته شوي.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو له لوري څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام