افغان کمانډو په هلمند کې د طالبانو زندان مات او ۵۹ تنه یې ترې ازاد کړل

دغه زندان د هلمند ولایت د نهرالسراج ولسوالۍ په سره ګودر سیمه کې جوړ شوی و، چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په نښه او مات شو.

د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځي سلام وطندار ته وویل، چې دوی په دې ولایت کې د طالبانو د دغه زندان په اړه معلومات لرل، چې بلاخره یې په دغه زندان برید وکړ او له هغه نه یې ۵۹ تنه نیول شوي بې ګناه کسان ازاد کړل.

د ډګروال ځاځي پر وینا، طالبانو به نیول شوي، کسان په دغه زندان کې د ځېنو نامعلومو موخو له پاره بندیانول.

د ده پر وینا، افغان کومانډويي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د شپې ۲ بجې د امنیتي تدابیرو په نیولو سره د هوا له لارې د دغه زندان شاوخوا ته ورښکته شول او زندان یې کلابند کړ.
د ځاځي پر خبره، په دغه نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

د ۲۱۶ میوند قول اردو ویاند وايي، نیول شوي کسان له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې پراته وو. پر وینا یې د طالبانو له بنده ازاده شوي کسان به د دوی له خوا بایومیټریک شي او وروسته به په ډاګه شي، چې دا کسان څوک دي او ولې زنداني شوي دي.

 

د ده په باور، په دغو زندانیانو کې ځېنې نظامي کسان هم موجود دي، چې پخوا یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لرلې.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي.

په ورته وخت کې د نهرالسراج ولسوالۍ یو اوسېدونکی ګل جان وايي، سیمې ته د شپې له خوا درې چورلکې راغلې او افغان ځواکونه ترې راښکته شول.

ګل جان پر وینا، دغو کسانو د چورلکو له ښکته کېدلو سره غږونه وکړل، چې له کورنو مه راوځئ.

ګل وايي: «طالبانو به ترې ډوډۍ او پیسې هم اخیستلې»

دی وايي، کسان یې نه دي شمېرلي، خو ډېر پولیس په دغه زندان کې بندیان وو.

د هلمند د مدني ټولنې فعال سردار محمد همدرد د افغان ځواکونو دغه کړنه ستايي او وايي، چې پخوا یې هم ورته مېړانې کړې دي. د ده پر وینا تېر ځلې هم افغان ځواکونو د طالبانو له یو زندان نه شاوخوا ۶۰ تنه زندانیان راخوشې کړي وو، چې په هغو کې یواځې ۱۳ تنه یې افغان پولیس وو.

همدرد خوشاله دی، چې امنیتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې له احتیاط نه کار اخیستی او د ولسي خلکو ته د علمیاتو په ترڅ کې مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.

دا له تېرې یوې میاشتې راهیسې د وسله والو طالبانو دویم زندان دی، چې د افغان ځواکونو له لورې په شپنیو عملیاتو کې ماتېږي او په لسګونه بندیان ترې خوشې کوي.

د ولسي خلکو پر وینا په هلمند کې له څو کلونو را په دې خوا د طالبان له لورې په بېلا بېلو پلمو عام وګړي او د افغان ځواکونو په لیکو کې په دنده بوخت کسان نیول کېږي او زندان ته اچول کېږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام