
د پکتيکا د ولايتي شورا رییس بختیارګل همت سلام وطندار ته وايي، وسلهوالو طالبانو بېګا ګيانې ولسوالۍ سقوط کړه او تر څنګ یې د ومنې ولسوالۍ ټولې پوستې ونیولې.
ښاغلي همت زیاته کړه، د ګيانې ولسوالۍ ترڅنګ نن سهار د ومني ولسوالۍ د «ځواکي» په نوم ټولې پوستې د دې وسلهوالې ډلې له لوري سقوط شوې. دی همداراز وايي، لهدې وګڼئ چې ټوله ولسوالي د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د ومنې ولسوالۍ د مرکز ځېنې برخې لهپخوا راهیسې له وسلهوالو طالبانو سره وې.
د پکتيکا د امنيتي سرچینو په وینا، تر اوسه لا په يادو ولسواليو کې جګړه روانه ده.

د پکتيکا د امنيې قومندانۍ وياند شاهمحمد ارين وايي، ولسوالۍ تردامهاله نهدي سقوط شوي.
د ده په خبره، له پرون راهسې په جګړې کې ۹ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د پکتیکا ولایتي شورا پرون د دې ولسوالیو له خراب امنیتي وضعیته اندېښنه څرګنده کړېوه.
په جګړې کې ۴ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۶ ټپيان شوي.
وسلهوالو طالبانو تردامهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.





