چين غواړي د کونړ پر سيند د بریښنا بند جوړ کړي

 د دغه هېواد په پلازمېنه پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چونیانګ خبریالانو ته دسه شنبې په ورځ وویل، چین به یو شمیر پروژې په افغانستان کې تطبیق کړي ،چې په دغو کې د کونړ ولایت د بریښنا د بند جوړیدل هم شامل دي.

تېره ورځ د پاکستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر عزیز احمد چوهدري، د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي او د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ترمنځ غونډه وشوه، چې د غونډې اصلي هدف په سیمه کې د سولې او ثبات په موخه درې اړخيزې همکارۍ وې.

په همدې حال کې چین ژمنه وکړه، چې هیواد به یې د افغانستان په ختیځ کې د اوبو بند او د بریښنا فابریکه جوړه کړي.

د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا د تولید د فابریکې ملاتړ اسلام اباد کړی او ویلي یې دي، چې د دغې فابريکي يوه اندازه توليد شوی برېښنا به له افغانستان څخه هم اخلي.

کونړ هغه ولایت دی، چې د افغانستان پر پوله پروت دی او ډیری وخت ځينې ولسوالیو کې ناامني وي، چې د دغو ولسوالیو څخه دانګام، شیګل او ناړۍ يادولی شو، خو رویټرز خبري اژانس بيا وايي، چې په کونړ کې به د چین له هڅو سره دغه هیواد پر نورو هغو پروژو چې پخوا یې ژمنې کړې وې کار پېل شي.

رويټرز خبري اژانس د دغو پروژو یوه نمونه په لوګر کې د مسو د عینکو کان یاد کړی دی.

تراوسه دا جوته نه ده، چې چین به د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې د بریښنا پر فابریکې او د اوبو پر بند څومره لګښت کوي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج وویل، چې د دغو پروژو د لګښت په اړه به د درې واړو هیوادونو تر منځ په راتلونکو غونډو کې پریکړه وشي.

د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ به راتلونکی بله درې اړخيزه ناسته د راونې فبرورې میاشتې په ۱۲ نېټه په اسلام کې وشي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستيال شیر محمد جامعزاده سلام وطندار ته و ویل؛ چې د کونړ پر سیند د بريښنا بند جوړول به د افغانستان اقتصاد را ژوندی کړي، ځکه د نوموړي په وينا افغانستان اوسمهال د نورو هېوادونو څخه برق اخلي او خپله توليدي بريښنا نه لري.

شیرمحمد جامع وايي؛ د کونړ سیند د اوبو بند به افغانستان د ځان بسیا پر لور یو لوی ګام وي او په دغه سره به د افغانستان لويې فابريکې هم د ارزانې برښينا خاوند شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال د چين له دغه اقدام څخه هر کلی کوي او وايي، چې د چين دغه کړنه به د افغانستان لپاره دوامداره اقتصادي ګټه وي.

دا مهال له شمالي گاونډي  هېوادونو ازبکستان او تاجکستان څخه بريښنا افغانستان ته اخيستل شوې ده او همدا اوس کابل ولايت د ازبکستان لسګونه ميګاواټه برښنيا څخه ګټه اخلي په داسې حال کې، چې افغانستان د اوبو د منابعو پراخې زېرمې لري .

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام