۱۳۹۳ کال د افغانستان لپاره ستونزمن فرهنګي کال

د ۱۳۹۳ کال لا پای ته نه و رسیدلی، چې په ورستيو میاشتو کې یې د پښتو ژبې دنامتو لیکوالو او شاعرانو د ژوند لمر پرېوت.

دپښتونخوا دپښتو ژبې نوښتګر شاعر اکرام الله ګران، ورپسې بل یاد شاعر شمس القمر اندېش او وروستی هغه یې فرهنګي شخصیت، د پشيي او پښتو ژبې شاعر او لیکوال حاجي حسن حسام و، چې د زړه د درېدو له کبله یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دغه کال  د افغانستان لپاره د سیاسي بدلونونو او کشمکشونو کال و، چې د نورو برخو ترڅنګ یې پر فرهنګي وضعیت هم منفي اغېز پرېښود.

 د ۹۳ کال لومړۍ ورځ د جشن تر نامه لاندې د افغانستان، تاجکستان او ایران له خوا په کابل کې ونمانځل شوه.

له وړاندې ټاکل شوې وه، چې دغه جشن به په پغمان کې نمانځل کېږي، خو د امنیتي ستونزو له امله د ارګ په را ایسارو دېوالونو کې ونمانځل شو.

په دغه جشن کې د ایران ولسمشر حسن روحاني او د سیمې ولسمشرانو او استازو ګډون کړی و.

په همدې کال کې بامیان د افغانستان د لرغونو ولایتونو له جملې نه، د یونسکو د فرهنګي سازمان له خوا، د جنوبي اسیا هېوادونو (سارک) فرهنګي مرکز په توکه وټاکل شو او هغه مهال ژمنه وشوه، چې د دغه ولایت له کانونو په لاس راغلې پېسې به د همدې ولایت پر پرمختیايي او انکشافي پروژو ولګول شي.

دلومړي ځل لپاره دافغان کلتور نړیواله ورځ دروان کال دتلې په لومړۍ نېټه دافغان کلتوري ټولنودګډې جرګې اودمدني ټولنو په ګډو هڅو، دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت په ملاتړ دپغمان دتاریخي سیمې په نوې جوړې شوې ماڼۍ کې په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه او بیا څو میاشتې وروسته همدا ورځ د پښتونخوا په پیښور ښارکې هم ولمانځل شوله.

د ۹۳ م لمریز کال د ژمي په وروستیو ورځو کې مشهور سینماګر صدیق برمک فرانسې هېواد ته پناه یوړه.

د برمک ملګرو د هغه پناه اخیستنه د فرهنګ او سینما پر وړاندې ستره بې پروايي ګڼي او په دې باور دي، چې صدیق برمک ځکه هېواد پرېښودلو ته اړ شو، چې یو خوا له دولت او بله خوا د ټولنې نه په تنګ راغلی و.

صدیق برمک د (اسامه) او (تریاکو جګړه) په نومونو د بې ساري فلمونو جوړونکی، چې د فرانسې هېواد له خوا يې د (کلن) او (ګلډن ګلوب) جایزې ګټلې دي.

د همدې کال په اوږدو کې افغان عکس اخیستونکی (فوتوګرافر) نجیب الله مسافر په کابل کې د محکمې له خوا په شپږ میاشتې بند محکوم شو.

مسافر په ۱۳۸۵ کال کې د ښځو له  سپورټي مراسمو څخه یو عکس اخیستی و او وروسته یې په یو شرکت پلورلی و؛ چې له همدې کبله د نجونو کورنیو د شکایت په سبب دغه افغان عکس اخیستونکی د بند ترڅنګ، په ۱۰ زره افغانیو نغدي جریمه هم محکوم شو.

لیکوالان او شاعران ۹۳ کال د افغانستان په فرهنګي بډاینه کې ښه کال نه ګڼي.

دپښتو ژبې لیکوال او څېړونکی حبیب الله رفیع د ۹۳ م لمریز کال د فرهنګي پېښو په اړه وايي، چې د دولت له خوا په دغه کال کې د پام وړ فرهنګي کار نه دی شوی.

په روان کال کې یو شمېر پوهنتونونه، فرهنګي مرکزونه او خپرندویه ټولنې جوړې شوې.

حبیب الله رفیع پر ځوانه قوه باوري دی او په دې نظر دی، چې ځوانان به روان فرهنګي حالت ته په راتلونکې کې تغیر ورکړي.

 

 د دري ژبې شاعر او لیکوال مجیب مهرداد ۹۳ م لمريز کال ځکه د فرهنګيانو لپاره ښه کال نه بولي، چې په دغه کال کې د کابل په استقلال لېسه کې د تياتر په مراسمو کې د ځانمرګي بريد له امله څو تنه مړه او ټپيان شول.

مهرداد زیاتوي، چې د دغه کال په اوږدو کې ناسمو سیاسي حالاتو له امله ډېر کم کتابونه چاپ شوي دي او ډېرو لیکوالانو او شاعرانو د تل لپاره افغانستان پرېښود.

نوموړی ۱۳۹۳ م لمريز کال د فرهنګي بدبختۍ په نامه یادوي.

د (پولیتزر) جایزې ګټونکی، فوټو ژورنالیست مسعود حسیني د ۹۳ م لمریز کال د فرهنګي پېښو په اړه وايي، چې په استقلال لېسه کې د تیاتر په مراسمو کې د برید له امله د احمد زبېر حاتمي وژل کېدل د دې ښکارندويي کوي، چې دولت د فرهنګيانو په مقابل کې په بشپړه توګه بې پروا دی.

سره له دومره ډېرو فرهنګي ستونزو بیا هم د ننګرهار اسلامي پوهنتون چې په زده کړیزو اسانتیاوو او ډېرو مسلکونو په لرلو سره د هېواد درېیم نمبر لوی پوهنتون شمېرل کيږي؛ د خپل عمر پنځوسم کال پوره کړ.

په سیاسي او اداري لحاظ، د ملي وحدت حکومت ولسمشر ډاکټر اشرف غني په لومړیو کاري ورځو کې معلوماتو ته د لاس رسي قانون توشیح کړ.

هنرمندان او فرهنګیان هیله من دي، چې نوی حکومت دې په راتلونکو کلونو د اوږد مهالو فرهنګي کارونو په پام کې نیولو سره د هنر او فرهنګ برخې ته دې پام وکړي او په هر حالت کې باید له هنر او هنرمند نه دفاع وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام