د دې ولایت د کرنې مسوولينو په وينا د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی.
د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې عمده لامل يې په دغه ولایت کې د اصلاح شويو تخمونو ويشنه ده.
د یاد ریاست مشر روح الله روان سلام وطندار ته وویل، چې د تېر کال په پرتله غنم کم کرل شوي، خو حاصلاتو ته يې په کتو سره سږکال د کېفيت له مخې د پام وړحاصلات کروند ګرو ته په لاس ورځي.
روح الله روان زیاته کړه، چې تېرکال په هلمند کې په ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې هر جريب څلورنيم خرواره غنم حاصل ورکړی، خو سږکال ټول ۹۸ زره هکټاره غنم کرل شوي، چې هرجريب ۵ خرواره غنم ورکوي.
د کرنې او مالدارې ریس روح الله روان وايي، چې هرکال خيريه ادارې د مرستو له پاره له ګاونډيو او نورو هېوادونوڅخه غنم پيري.
د نوموړي په وینا، که چيرې دا غنم له کروندګروڅخه ترلاسه کړي نه يوازې به کروندګرو ته ښه بازار پيدا شوی وي، بلکې هغه کورنۍ چې مرستې ترلاسه کوي په ډېره اندازه به ورته رسيدلي وي.
په همدې حال کې ځينې کروندګر و،ايي که دولت د اصلاح شويوتخمونو، کيمياوي سرې او درملو په برخه کې دوی له پامه ونه غورځوي په راتلونکي کې به نورهم په دې برخه کې ښه والی رامنځ ته شي.
په همدې حال د دې ولايت د ناوې ولسوالۍ دوه تنه کروندګر حکمران او محمدګل وايي، چې د دې غنمو تخمونه دوی پخپله په سيمه کې د پيسوپه بدل کې ترلاسه.
دوی زیاتوي، که چيرې دولت د تخمونو، کيمياوي سرو اونورو برخوکې له دوی سره مرسته وکړي د غنموحاصلات به نورهم زیات شي.
د دوی په خبره، د کرنې رياست په دې ولايت کې له کم شميرکروندګرو سره مرسته کوي او تراوسه نه دي توانيدلي، چې د ټول ولايت په کچه د کروندګرو ملاتړ وکړي.
هلمند چې د هېواد په سطحه د غنموکندو بلل کیږی، ویل کیږی هرکال زرګونه ټنه غنم تولیدوي، خو د بازار موندنې په برخه کې تردې دمه څه نه دي شوي.





