.jpg)
وسله والو طالبانو نن ګهیځ (جمعه) د کندوز ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو یرغلییز بریدونه وکړل، خو له څو ساعته نښتو وروسته افغان امنیتي ځواکونو ماته وکړه.
د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې وسله والو طالبانو د تلوکه او چرخاب له سیمو په کندوز ښار او همدا ډول په علي اباد، چهاردرې، دشت ارچي، خان اباد او امام صاحب په ولسوالیو بریدونه وکړل.
جنرال جنګل باغ وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو په طالبانو باندې له څو لارو یرغلییز برید پیل کړل او طالبان یې له ماتې سره مخه کړل.
نوموړی وایي، په نښته کې طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دمګرۍ د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د کندوز ښار په ختیځه دروازه کې نښته روانه ده.
له بل لوري له کندوز نه را رسېدلي راپورنه وايي، چې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنه جګړه دوام لري.
.jpg)
په ورته وخت کې د چهاردرې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ګل محمد وايي، چې امنیتي ځواکونه د نښتې په ډګر کې په طالبانو بر لاسي دي او طالبانو ته افغان امنیتي ځواکونو تلفات اړولي دي.
د کندوز امنیه قوماندان په مرکه کې وویل، چې ټولو ولسوالیو ته تازه دمي سرتیري وراستول شوي دي.
وسله والو طالبانو نن ګهیځ (جمعه) د څو ساعتونو له پاره د کندوز ـ تخار لویه لار یې د خان اباد ولسوالۍ په چهارسري سیمه کې تړلې وه.
د کندوز امنیه قوماندان په وینا، امنیتي ځواکونو اوس مهال دغه لار بېرته پرانیستلې ده.





