خوست کې د واده پر مراسمو موټرسايکل بم چاودنه کې ۴ کسان مړه شوي

د خوست د امنيې قومندانۍ ویاند عادل حيدر وایي، د دې چاودنې له کبله  ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

عادل زیاتوي، پېښه تېره شپه لس نيمې بجې د دغه ولايت مرکز اړوند د کونډيو په ستر کلي کې شوې ده.

 د حيدر په خبره، چاودنه د واده د هغو ګډونوالو په منځ کې شوې چې د محلي سندرغاړو کنسرټ ته راټول شوي وو چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، واده د‌ ملي اردو د يوه چارواکي و خو وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

په ورته مهال د خوست د ملکي روغتون رییس سيد انور رسنیو ته ویلي، دوی ته د پېښې له ځايه څلور جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي.

د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام