په کابل ښار کې د ښځينه وو جنسي ځورونې پرضد کمپاین پيل شو

 دغه کمپاین د نشه يي توکو پرضد مبارزې وزارت د جنډر ریاست له لوري رهبري کېږي.    

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت وزیرې سلامت عظیمي پرون د (جولای په ۲۶مه) د دغه کمپاین پيلېدلو پر مهال وویل، چې ځېنې ځوانان په ښار او بازار کې ښځې او نجونې ځوروي.

دې وویل، تر ډېره هغه ځوانان په دې ډول ناوړه کار لاس پورې کوي، چې د شپې نشې کوي، بې ارادې دغه ډول کارونه کوي.

اغلې عظیمي وایي، چې په هرات، بلخ او کابل ښارونو کې د ښځينه وو جنسي ځورونې ډېرې شوي او هڅه کوي، د دغه کمپاین په پيل سره په لومړيو کې زرو کورنیو ته د رسنیو له لارې خپل پیغام ورسوي.

په همدې اړه کابل کې هغه مېرمنې چې د سرکونو پر سر د هلکانو له لاسه تنګې شوې دي وایي، چې په هېواد کې اوس دغه ناوړه کار په دود بدل شوی دی.

د کمپاین ګډونواله وحیده عدالت جوه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د جنډر ریاست مسوله وايي، چې د کمپاین موخه یې دا ده، چې څرنګه وکولای شي؛ په سرکونو د ښځینه وو د  ځورونې مخنیوی وکړي او ټولو وروڼو او پلرونو ته دا پيغام ورسوي، چې د انجونو سره داسې چلند وکړي، لکه له خپلو مېرمنو سره یې چې کوي.

فاطمه صبري، چې د همدې کمپاین برخه واله وايي، چې دلته ځورول په یو دود ډول بدل شوی دی، که نجونې او ښځې په هر ډول لباس کې وي، د یو شمېر نااهلو ځوانانو له خوا ځورول کېږي

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وایي، وروستۍ سروې ښیي، چې په افغانستان کې ۳ میلیونه وګړي پر نشو روږدي دي، چې له دې شمېرې یو میلیون یې ښځينه دي.

په افغانستان کې نشه يي توکي یوه لویه ننګونه ده، چې په یو شمېر ولایتونو کې هر کال په سلګونو هکټاره ځمکه کوکنار کرل کېږي.

دغه راز، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د پلان جوړونې مرستیال هارون شېرزاد وایي، هر کال دوی د تریاکو لوی قاچاق وړونکي په نښه کوي، چې سږ کال یي په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د لسو قاچاق چیانو له ډلې شپږ هغه نیولي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام