
په ننګرهار ولایت کې د باز خیره موسسې ځېنو معلولینو سره د بدن مصنوعي غړیو مرسته وکړه.
د باز خیره موسسې مشر باز محمد عابد سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په معلولینو ویشل شوي مصنوعی لاسونه خوځنده دي او د لاس پنجې په اسانۍ سره حرکت کولی شي.
د ده په خبره معلول په اسانۍ سره بېلا بېل څېزونه پرې نیولی شي.
دغه مصنوعي لاسونه په ۳۲ تنو معلولینو وویشل شول، چې ټولټال ۵۰ لاسونه وو.
عابد زیاته کړه، دغه لاسونه په اسټرالیا کې د مېشتو افغانانو په مالي لګښت جوړ شوي دي.
له بل لوري معلولین له دغې مرستې خوښ دي او وايي، چې په دې سره به د دوی ۵۰ سلنه ستونزې حل شي.
دوی له حکومته غواړي، چې معلولینو سره د بدن مصنوعي غړیو په مرسته کې پانګه ونه وکړي.
باز خیريه بنسټ له تېرو دريو کلونو راهیسې په ختيځ کې فعاليت کوي او تر سه يې ۲۸۵ ګرځنده سايکلونه (ويلچرې) معلولينو ته ورکړي دي.






