مدني ټولنې د غوراوي پر کمېټې نیوکې کوي

د مدني ټولنو یو شمېر غړي وايي، چې د غوراوي کمېټې ته د دوی استازی نه دی ور پېژندل شوی.

دوی نیوکې کوي، چې ځېنو مدني ټولنو پر خپل سر حکومت ته د ټاکنو غوراوي کمېټې د غړیتوب له پاره د ټولو مدني ټولنو په استازولۍ استازی ورپېژندلی دی.

د دوی په باور دا کار د ورپېژندل شویو کسانو له واکه لوړ او دوی ته د منلو وړنه دی.

  د هغمږۍ مدني ټولنې په استازولۍ خان زمان امرخېل په دې اړه په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې هیڅ ډله یا بنسټ ټولو موجودو مدني بنسټونو ته، چې د ونډې زمینه برابره نه کړي؛ خپله پرېکړه پر ټولو مدني ټولنو نه شي ورتپلی.

ده زیاته کړه، د داسې ډلو مخه باید ونیول شي، چې د مدني ټولنو له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او عامه سرچینې د شخصي ګټو له پاره کاروي. د امرخېل په باور، انساني، ملي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی کوي او د خلکو باور راکموي.

دغه مدني فعلان داسې مهال غبرګون ښيي، چې څه موده وړاندې د چارو ادارې فرمان ورکړی و، چې د غوراوي کمېټې ته باید د بشري حقونو، خبریالانو، سترې محکمې، مدني ټولنې، پر اساسي قانون د څار کمېسیون یو غړی دغې کمېټې ته د غړي په توګه ور وپېژني.

د اعتراض کوونکو مدني بنسټونو شمېر چې  ۱۸ ته رسېد؛ د حکومت رهبرانو ته ګوت څنډنه وکړه، که ټولو مدني ټولنو سره مناسب چلند ونه کړي؛ پر وړاندې به یې مدني انقلاب ته مخه کړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي وايي، چې د مدني ټولنو په استازیتوب یو نفر ورپيژندل شوی او دغه ستونزه هواره شوې ده.

توحیدي زیاته کړه، چې له دې وړاندې د بشري حقونو کمېسیون او خبریالانو د استازي په پيژندلو کې له ستونزو سره مخ و، خو د دویم ځلي ټاکنو له پاره ټولې ستونزې پای ته رسېدلې دي.

د غوراوي کمېټې دغه ۷غړي به د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون له پاره د ۲۱ وړاندیز شویو کمشنرانو نوملیک ولسمشر ته وړاندې کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي څو ورځې وړاندې ویلي وو، مدني ټولنې دې داسې استازی وروپيژني، چې ټولو مدني فعالانو ته د منلو وړ وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام