
دا پېښه تېر ماښام د دغه ولایت د سوزمهکلا ولسوالي په پل دوابه سیمه کې شوې ده.
د سوزمهکلا ولسوالي سرپرست وزیرمحمد سلاموطندار ته وویل چې طالبانو لومړی د ملي پولیسو د قوماندانۍ د اداري مرستیال عليمحمد نظري او د دې ولسوالي د سیمهييزو پولیسو د قوماندان علياصغر سرونه پرې کړي او بیا یې پر ډزو ویشتلي دي.
د نوموړي په وینا، طالبانو یاد پولیس تېره ورځ د سوزمهکلا ـ پل دوابه په سیمه کې د تلاشۍ پر مهال له ځانه سره وړي وو.
په همدې حال کې د سوزمهکلا ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالي ځینې سیمې او سوزمهکلا ته تللې لارې د طالبانو په لاس کې دي چې په یادو سیمو کې د دولت اړوند کسان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
دوی خبرداری ورکوي، که دولت دغه سیمې له طالبانو پاکې نهکړي، د سوزمهکلا ولسوالي به هم طالبان ونیسي.
بلهخوا د طالب ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي پهدې برخه کې د څېړنو د پیل خبر ورکوي.





