لاريون کوونکي: د جنرال مطیع الله خان په وژنه کې لوړ پوړي چارواکي لاس لري

له دولت څخه ملاتړ نه کوو، په ټاکنو کې ګډون هم نه کوو او لاریونونه به روان ساتو !

دا د هغو سلګونو کسانو څرګندونې دي چې د پنجشنبې په ورځ یې د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې په لاریون لاس پورې کړی و.

په لاریون کوونکو کې دیني عالمان، قومي مشران او مخور، ځوانان او لسګونه مېرمنې شاملې وې چې پر مرکزي دولت یې مرګوني شعارونه ورکول.

لاریون والو ګواښ وکړ که د جنرال مطیع الله خان د مرموزې وژنې پلان جوړونکي او قاتلین ونه نیول سي لاریونونه به روان ساتي.

اونۍ وړاندې جنرال مطیع الله خان په کابل کې له خپل کور څخه را بهر کړی شو او بیا یې مړی دکابل په ۶ مه ناحیه کې وموندل شو.

مطیع الله خان په خپله سیمه کې د ځواکمنو قوماندانو څخه شمېرل کېده او د پخواني ولسمشر حامد کرزي کورنۍ سره یې نږدې اړیکې درلودې.

دهغه په وژنه له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیه کې ولسمشر اشرف غني هم خواشېني په ډاګه کړې وه او د جنرال مطیع الله وژنه یې ضایعه بللې وه.

په روزګان ولایت کې راټول شويو د جنرال مطیع الله پلويانو په لاريون کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د وژل شوي قوماندان قاتلان دې ونیسي.

لاريون کوونکو تور پورې کوه چې د مطیع الله خان په وژنه کې لوړ پوړي دولتي چارواکي هم لاس لري.

د لاريون کوونکو په استازيتوب دیني عالم مولوي عبدالرشید مجددي خبرې وکړې او مل پاسوال مطیع الله خان یې د روزګان د خلکو لپاره یو خدمت ګار یاد کړ.

او زیاته یې کړه، چې جنرال مطیع الله ددې ولایت په امنیت ساتنه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د مدني ټولنې فعال عبدالسمېع شرافت د جنرال مطیع الله خان په وژنه کې د وسله والو طالبانو لاس درلودل رد کړل او زیاته یې کړه چې په کوم ډول یاد چارواکی وژل شوی ساده پلان نه و.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، که حکومت یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي نو ټولې اړیکې به له له دولت سره پرې کړي.

مل پاسوال جنرال مطیع الله خان د روزګان د امپراطور په نوم مشهور و او د وسله والو طالبانو د سرسخته مخالفينو څخه شمارل کېده.

نیویارک ټایمز د جنرال مطیع الله خان په اړه لیکلې مقاله کې ویلي و چې دا د لوړقد او ډنګر وجود لرونکی  قوماندان د روزګان – کندهار ترمنځ له ستونزو ډکې  لوی لارې ساتنه هم کوي او هره میاشت له دغه لارې څخه ۲.۵ مېليون ډالر لاسته راوړي.  

د جنرال مطیع الله خان په اړه بهرنيانو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې د پخواني ولسمشر حامدي د ورور احمد ولي کرزي سره یې د تریاکو په کاروبار کې لاس درلود.

خو په روزګان کې بیا مطیع الله خان په خلکو کې د قدر او احترام وړ ځای درلود او د غریبو او بې وزلو سره به یې مرسته کوله او هغوی به یې د اوږد عمر دعا ګو و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام