.jpg)
د سیاسي چارو شنونکي د امریکا له خوا په افغانستان کې د توغندیو ضد سیستم لګول د جګړې د دوام او د افغانستان د ناپېيلتوب د له منځه تللو په معنا ګڼي.
دا موضوع هغه وخت راپورته شوه، چې یوې سرچینې د نوم نه افشاکولو په شرط یوې رسنۍ ته ویلي و، چې امریکا غواړي په افغانستان کې د توغندیو عصري دفاعي سیستم جوړ کړي.
د چارو شنونکی محمد حیدري سلام وطندار ته وویل، چې د امریکا له خوا د توغندیو ضد سیستم له پاره د پروان ساپي غر ټاکل شوی دی او ویل کېږي، چې سر له اوسه د ماینونو د شنډولو چارې روانې دي.
حیدر اندېښنه ښيي، چې په دې اړه به د سیمې او د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه چین، روسیه، ایران او ګڼ نور هېوادونه جدي غبرګون ښکاره کړي او امکان لري، چې د نیابتي جګړې نوی فصل پرانیستل شي.
د ده په خبره، که دا سیستم ولګول شو؛ نو وګڼئ چې ۴۰ کلنه نیابتي جګړه بیا پیل شوه.
په ورته وخت کې د چارو بل شنونکی کابل خان تدبیر بیا د امریکا له خوا د دې کار ترسراوی هم په ګټه او هم په تاوان ګڼي.
.jpg)
د تدبیر پر وینا، د افغانستان نه د دفاع په پار دا سیستم ښه دی، خو بد ځکه دی، چې جګړه به اوږده شي او افغانستان به د سوريې له برخلیک سره مخ شي.
د ده په باور، د توغندیو ضد سیستم په لګولو سره به د داعش له خوا افغانستان ته ډېر خطرونه متوجې شي او امکان لري، چې د ګاونډیانو له خوا هم احتمالي خطرات زیات شي.
د چارو بل شنونکی محمد اسحاق اتمر د امریکا له خوا د توغندیو ضد سیستم فعالول د افغانستان له پاره خورا ګټور ګڼي. د اتمر په خبره، د افغانستان شاوخوا پراته هېوادونه اتومي وسلې لري، نو ځکه د دې سېستم لګول د افغانستان له پاره ګټور دي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د دفاع وزارت نظر هم راواخلو؛ خو بریالي نه شو.
خو د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ځېنو رسنیو ته ویلي دي، چې دوی په دې اړه معلومات نه لري؛ خو هڅه کوي، چې په دې اړه څېړنې وکړي.





