حاجیاڼۍ: د هلمند په سیستاني کې مې وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړه

بي بي حاجیاڼۍ نږدې ۵۵ کلنه ده، په خټه نورزایي او دمارجې ولسوالۍ د سیستاني سېمې وسېدونکې ده.

زیاتره وخت تور پړونی په سر وي، چې واړه واړه ګلونه پرې هم رسم دي، په مخ کې یې لیکې جوړې دي خو اراده یې احساس پارونکې ده.

حاجياڼۍ له تېرو ۲ کلونو راهیسې په سیمه کې وسله وال لري، چې مشري يې په خپله غاړه ده.

دوه ورځې وړاندې دملي اردو نږدې ۷۰ تنه سرتېري د سیستان له سیمې ووتل او وسله والو طالبانو دهغوي پر پاتې امنیتي پوستو بریدونه پېل کړل.

د وسله والو طالبانو مشري د ملا اغا ولي په نوم مشهور طالب قوماندان په غاړه درلوده، چې په اسانۍ یې له ملي اردو پاتې پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې.

سیستاني سیمه، د مارجې ولسوالي لویدیځ ته پرته لویه هغه ده، چې شاوخوا ۵۰۰۰ زره کورنۍ په کې ژوند کوي.

پر زیاته دولتي ځمکه خلکو خېټه اچولې او اوس په کې د کوکنارو کر کیله کوي، دلته چې هر لور مخ اړوې نو خړې خاورينې او شګلنې وړې وړې غونډې به دې تر سترګو کيږي.

خټين کورونه او خاموشي ددې سیمې دخلکو برخلیک دی، چې وسېدونکي یې په نیمزالي اقتصادي حالت کې ژوند تېروي.

فیروزه، چې اوس په مارجې کې په حاجيانۍ مشهوره ده، سیستاني سیمې ته د طالب وسله والو له راتګ وروسته هغوي سره په جګړه کې ښکېله شوه.

دسیمیزو پولیسو مشرې دخپل کور د نږدې ۴۰ غړو او پولیسو په مرسته د ملا اغا پر وړاندې مقاومت پېل کړ.

د طالب وسله والو او حاجياڼۍ ترمنځ ۱۸ ساعته جګړه وشوه؛ خو طالبان په سیمه کې پر مخکې تګ بریالي نه شول.

له ساعتونو ساعتونو جګړې وروسته د مارجې ولسوالۍ امنیتي پولیس هم د سیستاني مقاومت کونکو مرستې ته راځي او ملا اغا دخپلو ملګرو سره په شا تګ ته اړ کوي.

حاجیاڼۍ وايي، چې له تېرو ۲ کلونو راهيسې په سیمه کې د سیمیزو پولیسو سره یو ځای دخلکو امنیت ساتي او په بېلا بېلو جګړو کې یې ۲۰ تنه ملاتړي وژل شوي دي.

 حاجیاڼۍ وايي، چې د دولت دمخالفو وسله والو ډلو سره يې لسګونه جګړې کړي دي او وسله وال یې د سیستاني سیمې نیولو ته نه دي پريښي.

۵۵ کلنه حاجيانۍ قسم کوي، چې " ژوندۍ یم ولاکه راڅخه دوي دلته راشي، دوي دا وارې ۵۰۰۰ کورونه تباه کول غوښتل، ما یو لا پرې نه ښوده او دوي مو ټول په شا کړل" حاجيڼۍ دخپل ۴ کلن لمسي یادونه کوي، چې هغه هم د وسله والو پر وړاندې له جګړې نه ډاريږي.

 په مارجې ولسوالۍ کې پخوا شاوخوا ۱۳ زره بهرني سرتېري وسېدل؛ خو په خپل ټول ماموریت کې یې د دې ولسوالۍ  په نورو او په ځانګړې توګه د سیستاني سیمې امنیت کله داسې نه و خوندي کړی.

 بي بي حاجياڼۍ له دولته د وسلو او مهماتو غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د وسله والو پر وړاندې مقاومت کې دې یې دولت لاس نیوی وکړي.

د هلمند امینه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په سیستاني سیمه کې سلام وطندار ته د فیروزې زړورتیا وستایله او له هغې یې مننه وکړله، چې سیمې ته یې وسله وال طالبان نه دي پرېښي او د ۵ زره کورنيو ژوند یې ژغورلی دی.

 ملاخیل وايي "په دغه جګړه کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي چې دهغوي قوماندان ملا اغا ولي هم په کې شامل دی."

دهلمند امینه قوماند د حاجياڼۍ سره د وسلو او مهماتو ورکولو ژمنه وکړله ، چې د سیمې امنیت خوندي وساتي.

د سیمې وسېدونکي له حاجیاڼۍ په امنیت خوندي کولو خوښ دي. هغوي وايي، چې که یې وسله وال کليو ته ننوتلی وی نو د لوړې کچې مرګ ژوبله به رامنځته شوی وی.

سیستانیانو سلام وطندار ته وویل، چې امنیتي ارګانونه دې دهغوي ژوند خوندي کړي او د وسله والو له ګواښ دې هغوي وژغوري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې په مارجه کې د یوې بلې پېښې په تړاو یې ویلي و، چې ددوي پر وړاندې نوي حرکتونه د دولت توطیه ده او دوي به یې وځپي.

وسله وال طالبان حاجياڼۍ فیروزه او هغې ته ورته خلک د دولت ملاتړي او " ګوډاګیان" بولي خو د سیمې خلک بیا حاجينۍ ته په درنه سترګه ګوري.

د سیستاني سیمې قومي مشران او ملا امامان ټول د حاجیاڼۍ مشورو ته غوږ ږدي او ورسره مرسته کوي.

کلیوال وايي، چې که څوک د حاجياڼۍ مخالفت کوي نو دوي مخالفت کوونکي په سیمه کې یې نه پرېږدي.

فیروزه یواځې د سیمېزو پولیسو مشري نه کوي، په هغه څلورو لوړو برجونو کې څوکۍ هم کوي، چې سیمه ترې څارل کيږي.

کلاشینکوف او ځینې نورې وسلې هم کارولی شي او وسله والو سره په جګړو کې فعاله ونډه اخلي.

د حاجیاڼۍ دوه زامن د هلمند په زندان کې د یوې وژنې قضيې په تور بنديان دي، خو بیا هم د سیمیزو پولیسو قوماندانې وسله والو سره له جګړې لاس نه دی اخیستی.

په داسې حال کې چې هیواد کې دمارچ ۸ مه د ښځو دنړیوالې ورځې په نوم په بېلا بېلو مراسمو لمانځل کيږي او دا ځل لا ځينو مدني فعالانو د څادرۍ په سر کونکو ميرمنو سره دخواخوږۍ له پاره څادرۍ په سر کړې او دکابل په واټونو کې وګرځېدل، حاجیاڼۍ هم د نارينه و په څېر د۵۰۰۰ زره کورنيو د ژوند خوندي کولو له کبله د مارچ د ۸ مې یوه ښه لمانځنه او نمونه خلکو ته جوړه کړه.

له دې وړاندې د فراه ولایت وسېدونکې ریزه ګلې د خپل زوۍ غچ اخیستلو او د میړه په ملاتړ کې ۲۵ وسله وال طالبان وژلي و چې بیا یې دمیوندۍ ملالې مډال هم له حکومته تر لاسه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام